ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د چينايي او افغان سوداګرو په ګډه پانګونه د قیمتي ډبرو د یوه مارکېټ چارې پيل شوې

ننګرهار کې د چينايي او افغان سوداګرو په ګډه پانګونه د قیمتي ډبرو د یوه مارکېټ چارې پيل شوې

author avatar
7 Jun 2022 - 19:23
ننګرهار کې د چينايي او افغان سوداګرو په ګډه پانګونه د قیمتي ډبرو د یوه مارکېټ چارې پيل شوې
author avatar
7 Jun 2022 - 19:23

جلال اباد (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۱): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د چينايي او افغان سوداګرو په ۳ میلیونه ډالره ګډه پانګونه د قيمتي ډبرو د پېر او پلور د یوه مارکېټ جوړولو چارې نن د غبرګولي په ۱۷مه پيل شوې.

چارواکي وايي، د دغه مارکېټ فعاليت به بهر ته د قيمتي ډبرو د قاچاق مخه ونيسي او پر دې سربېره به خلکو ته د کار زمينه هم برابره کړي.

د ننګرهار د کانونو او پټروليم رييس مفتي عبدالحميد اخوندزاده په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته وويل، د دغه مارکېټ کارونه د افغان – چين د نفرايټو او قيمتي ډبرو سوداګريز شرکت له لوري ترسره کېږي.

هغه وويل: «موږ ضرورت وګڼه چې دغسې مارکېټونه په افغانستان کې خلاص کړو تر څو خلکو ته، تجارانو ته د کار زمينه برابره شي او خلک په اسانۍ وکولی شي دې مارکېټ ته خپل مالونه (قيمتي ډبرې) راوړي او خرڅ يې کړي چې ورسره به د قاچاق مخه هم ونيول شي.»

د افغان – چين د نفرايټو او قيمتي ډبرو سوداګريز شرکت رييس وانګ هونګ بين وويل، د دغه مارکېټ په جوړېدو باندې د افغان او چينايي سوداګرو ۳ ميليونه ډالر لګښت راځي او په مستقيم او غير مستقيم ډول به ۲۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

هغه وايي، دغه مارکېټ کې هر سوداګر خپل قيمتي کاڼې پلورلی او يا يې اخېستلی شي خو وايي، نفرايټ به د دغه مارکېټ له لارې يوازې چين ته ځي او نورې قيمتي ډبرې نورو هيوادونو ته هم لېږدول کېدلی شي.

نوموړي زياته کړه: «موږ ستاسو په ملاتړ کولی شو چې دا مارکېټ غښتلی کړو او د نفرايټو او قيمتي ډبرو په يو نړيوال مارکېټ يې بدل کړو، د افغانستان قيمتي او نيمه قيمتي ډبرې چين او نړۍ ته ورسوو. او ډاډ درکوو چې د افغانستان د حکومت ټول قوانين مراعات کوو.»

د افغان – چين د نفرايټو او قيمتي ډبرو سوداګريز شرکت افغان شريک باڼي سعيد احمد له حکومت څخه سوداګرو ته د خوندي امنيت د ټينګښت غوښتنه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې دغه شرکت به د کار موندنې په برخه کې ډېرې زمينې برابرې کړي.

د ننګرهار د والي استازي مولوي شاهد الله نوراني چې دغې غونډې ته يې خبرې کولې، افغان او چينايي سوداګرو ته يې د امنيت د ټينګښت ډاډ ورکړ.

هغه وويل: «هغه که بهرني يا داخلي سوداګر دي، هغوی ته پوره اطمینان او ډاډ ورکوو د هغوی د امنيت خوندي ساتلو په خاطر باندې او هغه مواد چې له افغانستانه يې خارج ته صادرول غواړي او يا يې له خارج څخه افغانستان ته راوړي، ان شاء الله د هغې په ټولو سهولتونو کې به موږ سوداګرو سره مرسته کوو.»

ننګرهار چې د تالکو (شوکاڼي)، نفرايټو او ګچو غني کانونه لري، پر دې سربېره په کې نورې ډول ډول قيمتي او نيمه قيمتي ډبرې هم پيدا کېږي چې زياتره يې د مناسب او قانوني بازار نه موجوديت له امله قاچاق کېږي.

Views: 60

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.