ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر کرونا داخته کېدو له امله د جرمني د بهرنیو چارو وزیره د پاکستان سفر نیمه کې پرېښود

پر کرونا داخته کېدو له امله د جرمني د بهرنیو چارو وزیره د پاکستان سفر نیمه کې پرېښود

author avatar
7 Jun 2022 - 22:05
پر کرونا داخته کېدو له امله د جرمني د بهرنیو چارو وزیره د پاکستان سفر نیمه کې پرېښود
author avatar
7 Jun 2022 - 22:05

کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۱) : د جرمني د بهرنیو چارو وزیره پاکستان ته د سفر پر مهال پر کرونا اخته شوې او خپل سفر یې نیمه کې پریښې ده.

پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیره اینالینا بیربوک نن په رسمي سفر اسلام اباد ته رسیدلې وه.

هغې په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري سره تر لیدنې وروسته په یوه ګډه خبري کنفرانس کې هم ګډون کړې وه.

بوټو زرداري په یوه ټویټ کې لیکلي چې د جرمني د بهرنیو چارو د وزیرې د کرونا ټسټ مثبت راغلې او هغه خپل سفر پای ته رسولې ده.

ټاکل شوې وه، چې نوموړې د پاکستان لومړي وزیر او یو شمیر نورو چارواکو سره هم وګوري، خو اوس یې خپل سفر پای ته رسولې او تللې ده.

ویل کیږي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري چې له نوموړې سره یې لیدلي وو، ځان قرنطین کړی دی.

Views: 210

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.