فیضاباد (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۱): په بدخشان کې ځايي سرچينې وايي، په دغه ولايت کې د ترافيکي پېښې له امله یو ماشوم مړ شوی او د عمر ثالث ٢١٩ فرقې پلې لوا د پنځم کنډک رییس ارکان په ګډون درې کسان ټپیان شوي دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ ماښام مهال د یفتل پایان ولسوالۍ اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی وایي، دغه پېښه پرون ماښام شاوخوا ۷ بجې د عمر ثالث ٢١٩ فرقې پلې لوا د پنځم کنډک د رییس ارکان مولوي کفايتالله موټر له سړکه اوښتی او له امله یې کفايتالله له دوو نورو کسانو سره ټپیان شوي او يو ماشوم مړ شوی دی.
سرچینې یاد موټر رنجر یاد کړی او د سړک خرابوالی او د موټر چلوونکي بی احتیاطي یې د پېښې لاملونه یاد کړل.
Views: 9
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن