ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاپي پروژې اجرائیوي رئیس: د ټاپي پروژې چارې پيلولی شو

د ټاپي پروژې اجرائیوي رئیس: د ټاپي پروژې چارې پيلولی شو

author avatar
7 Jun 2022 - 19:52
د ټاپي پروژې اجرائیوي رئیس: د ټاپي پروژې چارې پيلولی شو
author avatar
7 Jun 2022 - 19:52

کابل (پژواک ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۱): د ټاپي ګازو نل لیکې شرکت اجرائیه رئیس وايي، دا چې په افغانستان کې پوره امنیت تامین دی، نو دوی کولی شي د دې پروژې لومړنۍ چارې پيل کړي.

د ټاپي د ګازو نل لیکې پروژه د پاکستان- افغانستان له لارې له ترکمنستانه هند ته ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۸۱۶ کیلومتره یې له افغانستان څخه تېریږي. یاده پروژه مخکې په افغانستان کې په رسمي ډول پرانېستل شوې وه، خو تراوسه یې عملي چارې نه دي پیل شوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور نن (سه شنبه) د ټاپي ګازو نل لیکې شرکت له اجرائیه رئیس محمد مراد امانوف او ورسره مل پلاوي سره وکتل.

سرچينه کاږي، په دغه ناسته کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي پروژې د هوکړه لیک پر تطبیق او د پایپ لاین په اوږدو کې د ځمکې د استملاک په اړه بحث وشو.

سرچينه زياتوي، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي پروژې په اړه د شویو هوکړه لیکونو د تطبیق، د پروژې د تخنیکي ستونزو او د پروژې د تطبیق د بهیر د پرمختګ په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «ترکمنستان هېواد د ګازو او تېلو له پلوه بډایه هېواد دی او اوس چې په ټول افغانستان کې پوره امنیت شته، د دې پروژې د عملي کار په برخه کې باید لازم او عاجل اقدامات وشي.»

د خبرپاڼې په حواله، امانوف د پروژې په تطبیق کې د سرپرست حکومت له پاملرنې او ملاتړ څخه مننه وکړه او د وزیر د خبرو په تایید یې وویل: «اوس په ټول افغانستان کې پوره امنیت دی او هغه مالي سرچینې چې موږ له ځانه سره لرو موږ کولی شو چې د دې پروژې لومړني کارونه پيل کړو.»

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.