Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پوهنې وزارت په ۲۰ ولایتونو کې ۷۲۰۰ بستونه ازادې سیالۍ ته وسپارل

کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۱): د پوهنې وزارت د ولایتونو د معارف په کچه د ازادې سیالۍ پروسې پلې کېدو په لړ کې په ۲۰ ولایتونو کې شاوخوا ۷۲۰۰ پنځم او شپږم بستونه اعلان ته وسپارل چې ۲۰۸۳ یې د ښځو لپاره دي.

د سرپرست حکومت مرستیال ویاند انعام­الله سمنګاني په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د پوهنې وزارت د ازموینو له ملي ادارې او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له ادارې سره په همکارۍ د ولایتونو د معارف په کچه د ازادې سیالۍ پروسې پلې کېدو په لړ کې، په ۲۰ ولایتونو کې د پنځم او شپږم اداري بستونو په ګډون د ښوونکو شاوخوا ۲۷۰۰ بستونه ازادې سیالۍ ته سپارلي دي.

هغه لیکلي چې د دغو بستونو له ډلې ۲۰۸۳ یې د ښځو لپاره دي او یاد بسټونه د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي له ۱۶مې تر ۳۱مې نېټې پورې اعلان ته سپارل شوي دي.

د سمنګاني د معلوماتو له مخې، د متقاضیانو لپاره د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د ولایتونو په ټولو ولسوالیو او مرکزونو کې فورمې وېشل کېږي.

دی وايي، د اداري اصلاحاتو کمېسیون او بشري سرچینو د عمومي ریاست له استازو جوړ یو ګډ ټیم د برنامو پلې کولو لپاره ولایتونو ته استول کېږي.

د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معینیت سرپرست مولوي عبدالخالق صادق نن (د غبرګولي ۱۷مه) په کابل کې په یوه خبري ناسته کې د نوو بستونو د اعلان ترڅنګ وویل، د دغو بستونو د ازموینې پروسه د ازادې سیالۍ له لارې ترسره کېږي او پر شرایطو برابر کسان کډون پکې کولی شي.

د سرچینې پروینا، په دې ازموینه کې نارینه او ښځینه دواړه ګډون کولی شي.

هغه وویل: «مخکې به بستونه پټ ساتل کېدل او خرڅېدل به؛ خو نن دغه مسوولیت پوهنې وزارت پر غاړه اخیستی چې دلته هر څوک کار کولی شي او دا ځای په کوم ځانګړي قوم او خلکو پورې نه اړوندېږي.»

نوموړی وايي، دغه لړۍ به په ټول هېواد کې عملي شي.

د پوهنې وزارت په اعلامیه کې راغلي، څه موده مخکې د اداري اصلاحاتو کمېسیون او د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ د کانکور د ټولیزې ازموینې په لومړي پړاو کې د ښوونکو او د پوهنې ریاست او کابل ولایت د پنځم او شپږم اداري بستونو اړوند له ۱۹۱۳ کسانو ازموینه واخیستل شوه چې دا پروسه ډېره په بریالیتوب پلې شوه او د کاندیدانو د ګومارنې بهیر روان دی.

سرچینې لیکلي چې پوهنې وزارت په اتو ولایتونو (هرات، غور، بادغیس، فراه، ننګرهار، کنړ، لغمان او نورستان) کې ۷۰۰۰ بستونه اعلان کړي چې په وروستیو کې یې د شارټ لېسټ پړاو بشپړ شوی او ډېر ژر به یې د دغو ولایتونو په کچه د اموزینې اخیستنې پلان ترتیب شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.