د پوهنې وزارت: په راتلونکو درېیو کلونو کې یو میلیون کسانو ته د سواد زدهکړو زمینه برابرېږي
د پوهنې وزارت وایي چې د دغه وزارت د سواد زدهکړو ریاست د طرحې له مخې، ټاکل شوې په راتلونکو درېیو کلونو کې یو میلیون کسانو ته د سواد زدهکړو زمینه برابره شي.
د پوهنې وزارت وایي چې د دغه وزارت د سواد زدهکړو ریاست د طرحې له مخې، ټاکل شوې په راتلونکو درېیو کلونو کې یو میلیون کسانو ته د سواد زدهکړو زمینه برابره شي.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د استخباراتو ریاست کارکوونکو له لوري د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ له کتابپلورنځیو د پوهنې وزارت اړوند د ښوونځیو سلګونه ټوکه کتابونه ترلاسه شوي دي.
د پوهنې وزارت د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د پنځم او شپږم اداري بستونو په ګډون د ښوونکو ۸۱۶۵ بستونه ازادې سیالۍ ته سپارلي دي.
د پوهنې وزارت د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ د ټول هېواد په کچه ۴۰ زره نوي ښوونکي پر دندو ګوماري.
د پوهنې وزارت وایي چې په پنځو ولایتونو کې یې له ۷۶۱۰ کسانو د سویې ازموینه اخیستې او له بریالي کېدو وروسته به په بېلابېلو ټولګیو کې شامل شي.
د پوهنې وزارت وایي چې د ۱۴۰۲ لمریز کال پر مهال په ټول هېواد کې څه دپاسه ۱۲ زره مدرسې یې جوړې کړې دي.
د پوهنې وزارت وایي، ښوونیز نصاب کې اصلاحات د عصري مضامینو حاشیې ته کولو په معنا نه دي، بلکې د ښوونځیو او مدرسو نصاب د عصري علومو او اوسنۍ ټکنالوجۍ پرمختګ ته په پام چمتو شوی دی.
پوهنې وزارت په نصاب کې د بدلون لړۍ تر شپږم ټولګي بشپړه کړې او وایي چې د دغو ټولګیو له نصابه یې هغه محتوا او کتابونه لرې کړي چې له «اسلامي شعایرو او افغاني کلتور» سره په ټکر کې وو.
د افغانستان پوهنې وزارت په هېواد کې د هلکانو په ښوونځیو کې د تعلیمي نیمګړتیاوو په اړه د بشري حقونو د څار بنسټ راپور رد کړی او ویلې یې دي چې دغه وزارت د پوهنې کیفیت او ودې ته جدي پاملرنه کوي.
په کابل کې د اروپایي ټولنې سفیرې د پوهنې سرپرست وزیر سره په لېدنه کې ویلي، په نېږدې راتلونکې کې به په مرکز او ولایتونو کې د ۴۰۰ ښوونځیو د جوړولو او بیارغونې په برخه کې مرسته وکړي.
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې د دغه وزارت کارکوونکو او ښوونکو د هرات له زلزلهځپلو کورنیو سره د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو مرسته وکړه.
کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۲): د پوهنې وزارت وایي، دا مهال په هېواد کې ۲،۷ میلیونه نجونې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې پر زدهکړو بوختې دي خو له شپږم ټولګي پورته د ۱،۳ میلیون نجونو زدهکړې ځنډول شوې دي.…
د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، هغه انځورونه بېبنسته دي چې په ټولنیزو پاڼو کې د نوي تعلیمي نصاب په اړه لاس په لاس کېږي.
پوهنې وزارت وایي، د ښوونکو د روزنې ریاست د مخکني حکومت پر مهال د دغه وزارت له تشکیله حذف شوی و او اوس هم د تشکیل په برنامه کې نه و او هر کال به سلګونه میلیونه افغانۍ لګښت پرې کېده.
د ښوونکو د روزنې ریاست تشکیلاتي واحدونه د پوهنې وزارت له چوکاټه حذف شوي او کارکوونکي به یې د نورو ښوونیزو بنسټونو په شته خالي بستونو کې د بست د اړتیا او رشتې مطابق د قدم په ساتلو سره وګومارل شي.
د پوهنې وزارت وايي، د دغه وزارت مشرتابه او د ۳۴ ولایتونو د پوهنې رئیسانو د اسلامي امارت له مشر سره کتلي دي.
پوهنې وزارت په داسې حال کې تر دوولسم ټولګي د هلکانو او نجونو زدهکوونکو لپاره د جامو لایحه جوړه کړې او د نظرپوښتنې لپاره یې اړوندو ریاستونو ته استولې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې ځنډول شوې دي.
د پوهنې وزارت په محرومو سیمو کې د ښوونکو ګومارلو طرحه جوړوي او اړوند ریاست ته یې دنده سپارلې څو بهرنۍ او کورنۍ موسسې قانع کړي چې د وزارت له موافقې پرته د دغه وزارت کارکوونکي جذب نه کړي.
د پوهنې وزارت وایي، د هغو سیمهییزو ټولګیو ښوونکې د حجاب په مراعاتولو سره دندې ته دوام ورکولی شي چې جواز لري او د نجونو هغه دیني مدرسې او لومړني ښوونځي دې بېرته پرانیستل شي چې د سیمهییزو چارواکو له لوري تړل شوي دي.
د پوهنې وزارت مسوولینو «ملت ته د حکومت د حساب ورکولو» په مراسمو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو په اړه وویل، د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو طرحه لا هم بشپړه شوې نه ده.