Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سعید: پوهنې وزارت ټولو راستنېدونکو افغانانو ته د زده‌کړو زمینه برابروي

کابل (پژواک، ۳ غويی ۱۴۰۴): د پوهنې وزارت چارواکو له افغان ‌کډوالو د سویې د تثبیت ازموينې په تړاو جوړه شوې غونډه کې ویلي چې ا.ا به ټولو راستنېدونکو افغان کډوالو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

نن په کابل ښار کې د هغو ۶۰۰ افغان کډوالو له ډلې چې د ګاونډيو هېوادونو ترڅنګ له بېلابېلو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي، له ۳۳۰ کسانو د ټولګیو د تثبیت ازموینه واخيستل شوه.

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال مولوي سخاءالله سعید په نننۍ ناسته کې وویل، له راستانه شوو افغان ګډوالو د ټولګي د تثبیت ازموینه اخیستل د دې لپاره ده څو راستانه شوي هېوادوال وکولای شي په هېواد کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه: «د ټولو افغان کډوالو پر مخ د تعليمي نهادونو او ادارو دروازې، هغه که پوهنتونونه دي، هغه که مکاتب دي او که هغه دينې مدرسې دي، خلاصې دي، د هر کس اسنادو او سویې ته به کتل کېږي او د هغو مطابق به اړوندو ټولکيو ته جذبېږي.»

د کابل ښار د پوهنې رییس مولوي عبدالباسط حقاني په نننۍ ناسته کې وویل چې سږ کال د ټولګي د تثیبت لپاره ۶۰۰ افغان کډوالو نوم‌لیکنه کړې چې له ډلې به یې نن له ۳۳۰ کسانو ازموینه واخيستل شي او له ازموينې وروسته به په ‌خپل هېواد کې زده‌کړو ته دوام ورکړي.

حقاني د هېواد تېرو څلوېښت‌کلنو ناخوالو ته په اشاره وویل: «موږ د دښمن له خوا وخت په وخت متضرر شوي یو، له ستونزو سره مخ شوي یو، ګاونډيو هېوادونو له موږ سره احسان کړی، زموږ ملت ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی، دا احسان یې موږ نه هېروو.»

خوهغه زیاته کړه: «متاسفانه چې اوس ګاونډي هېوادونه یا حکومتونه یا حاکمان داسې ظالمانه فیصلې کوي چې زموږ ګران هېوادوال چې هلته یې کلونه کلونه عمر تېر کړی، اجباري استخراجوي، په بعضو سيمو کې دا اعلان کوي چې د مهاجرینو اموال او جایدادونه په بیه هم ترې وانه‌خلئ چې همدغسې پاتې شي، دا یوه ظالمانه فیصله ده، دا به هم تاريخ ولیکي او د دوی لپاره به یو تور داغ وي.»

هغه زیاتوي، دا د اسلامي امارت د چارواکو مسوولیت دی چې ټولو افغانانو ته د زده‌کړو ته زمینه برابره کړي او افغان کډوالو ته هم داسې زمینه برابره کړي چې هم ديني او هم عصري علومو ته پوره پوره لاسرسي ولري.

یو شمېر افغان کډوال چې په نننۍ ازموينه کې یې ګډون درلود، د اسلامي امارت ياده کړنه وستایله او ویې ویل، خوښ دي چې په هېواد کې ورته د زده‌کړو زمینه برابره شوې.

له پاکستانه راستون شوی عبدالکبیر مجيدي پژواک خبري اژانس ته وویل، پاکستان کې یې تر یوولسم ټولګي درس ویلی دی.

هغه وايي: «هلته ونیول شو، درس او اسناد ټول پاتې شول، اوس چې خپل هېواد ته راغلي یو، غواړم خپل تعليم ته ادامه وکړم…ډېر خوشاله یو، خپل هېواد لوی نعمت دی، که بې‌اسنادو هم راشې خپل وطن ته، تا ته زمینه برابروي او هيڅوک هم تا له خپلې غېږې نه لرې کوي.»

له سعودي عربستانه راستون شوی بلال‌احمد چې هلته یې تر یوولسم ټولګي زده‌کړې کړې وايي: «له اسلامي امارته مننه کوم، هغو افغانانو ته چې خپل هېواد ته راستانه شوي او دلته خپلې زده‌کړې وکړي.»

د کابل د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، تېر ۱۴۰۳ کال په اوو دورو کې له شاوخوا درې زره افغان کډوالو د زده‌کړو د دوام لپاره ورته ازموینه اخيستل شوې او دا مهال خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.