کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۴): چارواکي وایي، د پوهنې وزارت چارو کې د اسانتیا لپاره ۱۳۶ پېچلې اداري پروسې ساده شوې، تر دې مخکې هم په بېلابېلو ادارو کې ۸۰۶ ورته پروسې ساده شوې وې او دا لړۍ روانه ده.
د چارو ادارې لوی ریاست او د پوهنې وزارت تر منځ نن د اداري پروسو ساده کولو تطبیقي هوکړهلیک لاسلیک شو او د پوهنې وزارت چارواکو ژمنه وکړه چې په یادو پروسو کې به رامنځته شوې ساده پروسې په ښه ډول پلې کړي.
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال مفتي سخاءالله سعید د دغه هوکړهلیک د لاسلیک په ناسته کې وویل، مسوولینو هڅه کړې چې د چارو ادارې په همکارۍ د دې وزارت په ۱۳۶ پروسو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
هغه وویل: «دا سادهسازي مراجعينو ته د معیاری خدماتو د وړاندې کولو په موخه رامنځته شوې، یعنې په پروسو کې سهولتونه او اسانتیاوې رامنځته شوې، څو مراجعینو ته لازم خدمات ترسره او خنډونو ته حل لار موندل شوې وي.»
د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین مرستیال مولوي عبدالخالق صادق په نننۍ ناسته کې وویل، اړینه ده چې د وزارت په ټولو امورو کې اساني راوستل شي او له مراجعينو سره د اسانۍ لاره غور شي.
هغه زیاته کړه: «په احاديثو کې راغلي، د قوم امرین خادمین د قوم دي، نو ما او تا دغه د خادم مصداق باید په ځان کې پيدا کړو، ما او تا باید د مخدوم مصداق په ځان کې پيدا نه کړو چې ما او تا دروازې راپسې تړلې وې، ما او تا هغه ټولې لارې بندې کړې وي، خلک په چیغو وي او ما او تا ته رسیدهګي په يوه مياشت کې نه شي کولای؛ نو بیا د دغه حدیث مصداق زه او ته نه ګرځو.»
د چارو اداري لوی ریاست مرستیال مولوي سیفالدین تایب وویل، تر هغې چې اداري پروسې ساده نهشي، هېڅ هېواد پرمختګ نهشي کولای.
هغه زیاته کړه: «پهخپل وخت د خدماتو وړاندې کول، د اداري فساد او کاغذپرانۍ کمول او یا له منځه وړل، د لګښوتونو راکمول، د شفافیت او حسابورکوونې تقویه کول، په ښه ډول د تطبیقي موخو پلي کول او د مراجعینو د ازدحام راکمول هغه ګټې دي چې د پروسو د ساده کولو له امله رامنځته کېدای شي.»
د چارو ادارې لوی ریاست د پروسو سادهکولو ریاست مرستیال مفتي فریداحمد غزنوي پژواک خبري اژانس وویل، د پوهنې په وزارت دا ۱۳۶ پروسې هغه پروسې وې چې مراجعین ډېر دي او د پروسو طیمراحل یې ډېرې پېچلي، خو اوس دا پروسې ډېرې ساده شوي دي.
هغه د بېلګې په ډول وویل، پخوا له یو ولایته بل ولایت ته د ښوونکو د تبدیلۍ پروسه په ۶۴ ورځو او تر ۲۰۷ پړاوونو وروسته بشپړېده خو اوس دغه پروسه د شاوخوا شپږو ورځو په موده کې د ۴۹ پړاوونو له وهلو وروسته بشپړيږي.
د ده په وینا، د چارو ادارې لوی ریاست تر اوسه په ۱۳ وزارتونو او امارتي ادارو کې ۹۴۲ پروسې ساده کړې دي او روان کال به د ۲۵ وزارتونو او امارتي ادارو کې مغلقې پروسې تر پېژندنې وروسته ساده کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP