ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نجونو ښوونځیو پرانیستو ته هیلې؛ پوهنې وزارت د ټولو زده‌کوونکو لپاره د جامو لایحه جوړه کړې

د نجونو ښوونځیو پرانیستو ته هیلې؛ پوهنې وزارت د ټولو زده‌کوونکو لپاره د جامو لایحه جوړه کړې

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۲): پوهنې وزارت په داسې حال کې تر دوولسم ټولګي د هلکانو او نجونو زده‌کوونکو لپاره د جامو لایحه جوړه کړې او د نظرپوښتنې لپاره یې اړوندو ریاستونو ته استولې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې ځنډول شوې دي.

د تېر کال د وري میاشتې په لومړیو کې ښوونیز کال پیل شو؛ اسلامي امارت په هماغه ورځ د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو پیل وځنډاوه او ویې ویل، په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی چې له بشپړېدو وروسته به یې دغه ښوونځي پرانیستل شي، خو تر اوسه نه دي پرانیستل شوي.

په پوهنې وزارت کې یوې باوري سرچینې پژواک خبري اژانس ته تایید کړه چې تر دوولسم ټولګي د نجونو او هلکانو لپاره د جامو لایحه د دغه وزارت له لورې جوړه شوې او د وزارت بېلابېلو ریاستونو ته د نظرپوښتنې لپاره استول شوې ده.

سرچينه وایي، یاده لایحه د دوی اړوند ریاست ته هم استول شوې، دغه ریاست تایید کړې او د ده د معلوماتو له مخې چې د ډېرو نورو ریاستونو له لورې هم تایید شوې ده. د محمدمصطفی غزنوي په نوم د نجونو لېسې مدیرې ستایش هاشمي هم په خپله فیسبوک‌پاڼه کې د یادې لایحې کاپي خپره کړې ده.

په نورو ټولنیزو پاڼو کې هم د پوهنې په ښوونیزو موسسو کې د جامو (یونیفورم) لایحې کاپي لاس په لاس کېږي چې په پنځو فصلونو او ۱۳ مادو کې ترتیب شوې ده. دغه لایحه په پښتو او دري ژبو جوړه شوې ده.

له لایحې سره د خپرو شوو مکتوبونو له مخې، دغه لایحه د روانې وري میاشتې په څلورمه د پوهنې وزارت د هدایاتو، اسنادو او احکامو د تعقیب ریاست له لوري د دغه وزارت د ښوونې او روزنې معینیت ته او د وري په لسمه د پوهنې وزارت د دفتر ریاست له لوري د کابل ښار پوهنې ریاست ته د یوه مکتوب له لارې د نظرغوښتنې لپاره استول شوې ده.

د پوهنې په ښوونیزو موسسو کې د نظم او انظباط رامنځته کول، په زده‌کوونکو کې د زده‌کړې او قانون منلو روحیه پیاوړې کول، د متفاوت اقتصادلرونکو کورنیو د زده‌کوونکو ترمنځ د ګډ احساس رامنځته کول او له نورو اشخاصو سره د زده‌کوونکو توپیر رامنځته کول د دغې لایحې له موخو څخه یادې شوې دي.

په یاده لایحه کې د شرعي جامو ځانګړتیاوو په اړه ویل شوي چې جامې باید تنګې او چسپې نه وي، نرۍ او شفافې نه وي، د مخالف جنس له جامو سره ورته‌والی ونه لري. د لایحې د کاپي له مخې، یاده لایحه د دولتي او خصوصي ښوونیزو موسسو پر زده‌کوونکو او ښوونکو یو شان پلې کېږي.

د نارینه زدهکوونکو جامې

د یادې لایحې په پنځمه ماده کې راغلي چې د نارینه زده‌کوونکو جامې کمیس او پرتوګ دي چې د زده‌کوونکي له قد او جسامت سره متناسبې، تر زنګونو کښته پورې لمنو سره له ټاکل شوي رخت څخه چمتو کېږي.

د یادې مادې په دویم بند کې راغلي، د نارینه زده‌کوونکو جامې له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې په اسماني رنګ او له اووم ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې په پسته‌یي رنګ دي؛ د دیني مدرسو د نارینه زده‌کوونکو جامې له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي په فولادي رنګ او سپینه خولۍ او له اووم ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي او له هغه پورته په سپین رنګ جامې او سپینه پګړۍ دي.

همداراز د یادي مادې په بل بند کې راغلي چې د ښوونې او روزنې موسسو (دارالمعلمینونو) د نارینه زده‌کوونکو جامې په سرمه‌یي رنګ دي.

د ښځينه زدهکوونکو جامې

د یادې لایحې په شپږمه ماده کې راغلي، د ښځینه زده‌کوونکو جامې له کمیس، پرتوګ او پړونې څخه عبارت دي چې د شرعي ځانګړتیاوو په درلودو سره، په افغاني ګردلمنه بڼه د زده‌کوونکو له قد او جسامت سره متناسبې جوړېږي.

د یادې مادې په دویم بند کې راغلي چې د ښځینه زده‌کوونکو د کمیس لمنه تر زنګنونو کښته پورې رسېږي، له لومړي ټولګي تر شپږم ټولګي پورې په غیر روښانه کریمي رنګ او پړونی په سپین رنګ دي؛ له اووم څخه تر دوولسم ټولګي پورې د ښځینه زده‌کوونکو جامې په ماشي رنګ او پړونی په تور رنګ دی او د ښځینه زده‌کوونکو کمیس او پرتوګ له یورنګې تکې څخه جوړېږي.

د یادې مادې په بل بند کې راغلي چې د اووم او له هغه پورته ټولګیو ښځینه زده‌کوونکې د ښوونیزې موسسې د تګ او راتګ  پر لاره په فولادي رنګ چپنه/حجاب هم اغوندي او ترجیحاً له ماسک څخه ګټه اخلي.

د څارندوې جامې

د یادې لایحې په اوومه ماده کې راغلي، د نارینه څارندوي جامې په نخودي رنګ کمیس او پرتوګ او په تور رنګ بوټونه دي او د ښځینه څارندوي جامې د ښځینه زده‌کوونکو د جامو مطابق دي او څارندويي نښان به د څارندوی د کمیس د ښي لاس په مټ باندې ګنډل شوی وي.

د دې مادې په بل بند کې راغلي چې په څارندويو کې شامل زده‌کوونکي پر خپل مټ د پوهنې د بیرغ په رنګ تکه‌یي پټه د څارندوی د لیکنې په درلودو سره او سپین رنګ کمربند هم تړي او د څارندوی ترافیک د څارندوی له جامو څخه برسېره د ترافیکو خولۍ او د درېدو نښه هم کاروي.

د ښوونکو جامې

د یادې لایحې په اتمه ماده کې راغلي، د عمومي ښوونو او موسسو د ښوونکو او ښوونکې د روزنې موسسو د استادانو جامې افغاني ملي جامې (کمیس او پرتوګ) دي او د اسلامي ښوونو د موسسو د مدرسینو جامې افغاني ملي جامې دي چې له دیني علماوو سره متناسبې وي.

د لایحې په نهمه ماده کې راغلي چې د عمومي ښوونو، اسلامي ښوونو او د ښوونکو د روزنې موسسو د ښځینه ښوونکو جامې له شرعي موازینو سره سم کمیس، پرتوګ او پړونی دي.

د یادې مادې په دوېم بند کې راغلي، ښوونکې د ښوونیزې موسسې د تګ او راتګ په لاره چپنه/حجاب هم اغوندي، ترجیحا له ماسک څخه ګټه اخلي او ښځینه ښوونکې او زده‌کوونکې له ساده او هوارو بوټونو ګټه اخلي.

اضافي جامې اغوستل

د یادې لایحې په متفرقه فصل او لسمه ماده کې راغلي، کله چې زده‌کوونکې یا ښوونکې د یخنۍ احساس کوي کولای شي اضافي جامې (جاکټ یا جمپر، د غاړې دسمال او توده خولۍ…) واغوندي.

د یادې مادې په بل بند کې راغلي چې د ټاکل شوو جامو په رنګ نری واسکټ اغوستل د زده‌کوونکو لپاره اختیاري دي او د عمومي ښوونو د ښوونځیو زده‌کوونکو لپاره سپینه خولۍ پر سر کول هم اختیاري دي.

ممنوع جامې

د یادې لایحې په یوولسمه ماده کې راغلي، د اضافي جامو اغوستل نهمه ماده کې راغلي او له اړتیا څخه پورته د زده‌کوونکو لپاره ممنوع دي.

د دې مادې په دویم او درېیم بند کې راغلي چې د ښځینه ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لنډ کمیس او پتلون اغوستل ممنوع دي او د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره نېکټایي تړل هم ممنوع دي.

پلې کول او څارنه

د دې لایحې په دوولسمه ماده کې راغلي چې د ښوونیزې موسسې آمر یا مدیر د دې لایحې د حکمونو له پلې کېدو څخه په اړونده ښوونیزه موسسه کې څارنه کوي او زده‌کوونکې د خپلو جامو د پاکوالي پر ساتلو مکلف دي.

د یادې مادې په بل بند کې راغلي، که چېرې زده‌کوونکي، ټاکلې جامې له موجه عذر پرته نه وي اغوستې، نو  ورتته توصیه کېږي او د تکرار په صورت کې، موضوع د زده‌کوونکې له ولي سره شریک کېږي.

د میدان‌ښار اوسېدونکي ذبیح‌الله فاروقي، د یادې لایحې په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «زده‌کوونکو او ښوونکو ته مناسب لباس ټاکل شوی؛ ځکه چې هم اسلامي دی او هم زموږ له فرهنګ سره برابر دی. دا چې له اووم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو لپاره هم لباس ټاکل شوی، دا هیله‌مندي شته چې دغه ښوونځي به هم پرانیستل شي.»

 د کابل ښار نهمې حوزې اړوند قابل‌بای ښوونځي د لسم ټولګي یوه زده‌کوونکې ریحانه هم وایي، تر اوسه له اووم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پيل په اړه د پرانیستو خبرې کېدې، خو د عملي ګام څرک یي نه لګېده.

هغه وایي چې دغې لایحې زده‌کوونکې هیله‌من کړي چې د ټولو نجونو پر مخ به ښوونځي پرانیستل شي او په دغه برخه کې کار روان دی.

هغه زیاتوي، پخوا هم په ښوونځیو کې شرعي حجاب مراعات کېده، خو دا چې اوس لایحه کې د جامو لپاره ځينې ځانګړتیاوې په نښه شوې زده‌کوونکې به هغه هم مراعت کړي.

Visits: 8927

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.