کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۱): د چاپېریالساتنې کارپوهان پر دې باور دي چې د افغانستان ګڼمېشت ولایتونه، په ځانګړي ډول کابل د خوږو اوبو له جدي کمښت سره مخ دی؛ که حکومت د دې ستونزې د هواري لپاره اقدام ونه کړي، کابل به د خوږو اوبو د کمښت له ناروین سره مخ شي.
د هېواد په ګڼمېشت ولایتونو، په ځانګړې توګه کابل چې ډېر نفوس هم لري، له کلونو راهیسې د خوږو اوبو له کمښت سره مخ دی.
د کابل ښار په ډېرو برخو کې خلک د څاهګانو د وچېدو له امله د خپل ژوند د چارو د پر مخ بیولو لپاره د ټانکرونو له اوبو ګټه اخلي.
د کارپوهانو په اند، د کابل ښار بېلابېلو سیمو ته په ټانکرونو کې د خوږو اوبو رسول دا ښيي چې څاګانې وچې او خوږې اوبه کمې شوې دي.
خو هغوی ټينګار کوي، کابل نه یوازې د اوبو له کمي اړخه، بلکې له کیفي پلوه هم له ستونزو سره مخ دی.
د افغانستان د علومو د اکاډمي د ځمکپوهنې او طبیعي سرچینو محقق احمد امید افضلي پژواک خبري اژانس ته وویل، په کابل کې د شته اوبو او د هغو د مصرف په برخه کې یو نا انډوله بیلانس شتون لري.
د هغه په خبره، کابل د خوږو اوبو له کمښت سره مخ دی؛ ځکه هغه څاګانې چې لږ ژورې دي، ډېرې یې وچې شوې او متوسطې څاګانې د وچېدو په حال کې دي.
د افضلي په نظر، دوه سیمهییز او نړۍوال لاملونو په کابل کې د اوبو کچه ښکته کړې ده چې یو یې د اقلیم بدلون او بل په نړۍ د تودوخې درجې زیاتوالی چې زیات تبخیر یې رامنځته کړی او د زیاتو اوبو د ذخیره کېدو مخه نیسي.
د افضلي په خبره، په تېر نظام کې چې کوم بنسټيز کارونه تر ځمکې لاندې اوبو د مدیریت په برخه کې شوني وو، ترسره نه شول او یوازې پروژه یي کارونه وشول.
خو افضلي وایي، داسې پوتانشیلونه شته چې که سم مدیریت شي، ښایي د کابل اوبه خوندي شي.
د هغه په اند، د لاندې مواردو په پام کې نیولو سره ښایي د خوږو اوبو د ناروین او د اوبو د کچې کښته کېدو مخنیوی وکړو:
۱- په کوڅو کې د سمنټو پر ځای له هغو ډبرینو بلوکونو استفاده وشي چې منځ یې تش وي او ځمکې ته د اوبو جذبولو وړ تیا ولري.
۲ـ د باران او واورې اوبو ذخیره کولو لپاره دې کندې جوړې شي څو اوبه بېرته ځمکې ته جذب شي.
۳- په هغو اساسي سیمو کې دې ښارګوټي نه جوړېږي چې تر ځمکې لاندې اوبه ترې تغذیه کېږي.
۴- د سیندونو سطحي اوبو ته دې له ځمکې لاندې سره تعامل ورکړل شي او یا سطحي اوبه دې د ښاري اوبو له شبکو سره ونښلول شي.
۵- د کابل ښار په څنډو کې دې د شاتوت او شاه و عروس په څېر بندونو کارونه بشپړ او ګټه اخیستنې دې ته وسپارل شي؛ ځکه د نوموړي په وینا، دغه بندونه تر ځمکې لاندې اوبو او کرنې د ځواکمنېدو لامل ګرځېدلی شي.
۶- بوټي او نباتات دې ډېر وکرل شي؛ ځکه نباتات د دې لامل کېږي څو د باران اوبه له تبخیرېدو مخکې ځمکې ته جذب شي.
خو افضلي ټينګار کوي چې د خوږو اوبو د کمیت ترڅنګ د اوبو د کیفیت مسئله هم حیاتي ده او حکومت دې اجازه نه ورکوي چې د فاضلاب څاهګانې دې د خوږو اوبو له څاهګانو سره نږدې وکیندل شي او تر خمکې لاندې اوبه ککړې کړي.
په ورته وخت کې نوموړي تر ځمکې لاندې اوبو د سمې استفادې په موخه د عامه افکارو راويښولو او د اوبو د اهمیت په برخه کې د مطبوعاتو او ټولنیزو شبکو رول مهم وباله، ټینګار او وايي: «خلک باید پوه شي چې خوږې اوبه ملي پانګه ده.»
افضلي د ېته په اشارې چې خلک باید پوه شي چې نړۍ د خوږو اوبو له کمښت سره مخ ده وویل، که درېیمه نړۍواله حګړه کېږي نو د اوبو د سرچینو پرسر به وي.
له بلې خوا، د چاپیریال ساتنې یو بل کارپوه عبدالرحمان لطیف وایي، د هېواد په لویو ښارونو او کابل کې د اوبو د کمېدو اصلي لامل ډېرنفوس، پرله پسې و چکالۍ او د اوبو رسونې یو سر تاسري شبکې نهشتون دی.
د هغه په خبره، کومې څېړنې چې د ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ د بېلابېلو بنسټونو له خوا د خوږو اوبو او د اوبو د سطحې په اړه وشوې، دا یې ثابته کړې چې په منځني ډول د ښار په بېلابېلو سیمو کې د اوبو کچه له متر نیولې ان تر ۹ مترونو پورې ټيټه شوې ده.
پر دې سربېره، د چاپېریال ساتنې برخې پوهان خبرداری ورکوي، که وضعیت په همدې ډول دوام ومومي او حکومت اقدام ونه کړي، کابل به د خوږو اوبو له قحطۍ سره مخ شي او ښایي په راتلونکو کلونو کې خلک د خوږو اوبو د نهشتون له امله له ښاره کډه شي.
د اوبو او برېښنا وزارت ویاند اخترمحمد نصرت تاییدوي چې ټول هېواد، په ځانګړي ډول کابل د خوږو اوبو له کمښت سره مخ ده.
هغه د خوږو اوبو د کموالي لامل وچکالي او د خلکو بېځایه مصرف بولي، همدارنګه د نوموړي په اند، د افغانستان د پیسو کنګل پاتې کېدل یو بل لامل دی چې وزارت نه شي کولی د لویو پروژو لکه د شاه او عروس او شاتوت بندونو کارونه بشپړ کړي.
له بلې خوا، نصرت د پخواني مسوولینو پر کړنو نیوکه وکړه وایي، هغوی سربېره پر دې چې د نړۍ ټول امکانات ورسره وو، بیا یې هم هيڅ کار ونه شوای کولی.
نوموړی له خلکو غواړي څو د ډېرو اوبو له مصرفه ډډه وکړي او د بارانونو او واورو د اوبو ذخیره کولو لپاره دې د امکان تر برېده په خپلو حویلیو او نورو ځایونو کې کندې وکیندي.
نصرت وویل، دغه وزارت داسې پلانونه او طرحې لري چې د اوبو د کمښت مخه به ونیسي؛ خو دا چې دغه پلانونه ډېرې پانګې ته اړتیا لري، نو دا کار د هېواد د پیسو د کنګل پاتې کېدو په صورت کې ناشونی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP