ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“هند په افغانستان کې د خپل ډیپلوماټیک حضور بېرته پيلولو پرېکړې ته نږدی شوی”

“هند په افغانستان کې د خپل ډیپلوماټیک حضور بېرته پيلولو پرېکړې ته نږدی شوی”

author avatar
8 Jun 2022 - 17:48
“هند په افغانستان کې د خپل ډیپلوماټیک حضور بېرته پيلولو پرېکړې ته نږدی شوی”
author avatar
8 Jun 2022 - 17:48

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۱): هندي رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد حکومت په افغانستان کې د خپل ډیپلوماتیک حضور بېرته پيلولو پرېکړې ته نږدی شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د هند د بهرنیو چارو وزارت یوه پلاوي کابل ته سفر درلود او د هندي پروژو او پروګرامونو لیدو ترڅنګ یې د سرپرست حکومت له چارواکو سره خبرې کړې دي.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې تېره ورځ د هندي چارواکو له قوله لیکلي چې د هند دولت په افغانستان کې د خپل ډېپلوماټيک حضور پیلېدو پرېکړې ته نږدې شوی، خو دا به د سرپرست حکومت د پر رسمیت پېژندلو په معنا نه وي.

سرچینې زیاته کړې، د دغه هېواد د امنیتي بنسټونو ځیني کارکوونکي د روان زېږديز کال په فبروري مياشت کې د افغانستان امنیتي وضعيت ارزونې لپاره کابل ته راغلي وو.

د یاد خبر له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په افغانستان کې د هند سفارت بېرته پرانیستل کېدو او د قونسلي خدماتو د بیا پیل غوښتنه کړې وه.

شاوخوا نهه میاشتې مخکې په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو سره سم ډېرو هېوادونو د خپلو سیاسي استازولیو دفترونه وتړل او د کارکوونکو په ګډون یې افغان همکاران هم وایستل.

خو یواځې په کابل کې د ایران، چین، روسیې او پاکستان سفارتونو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ.

[/restrict]

Views: 134

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.