کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۱) : د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دریېمه یوه ورځنۍ لوبه کې هم زمبابوې ته په ماتې ورکولو ددې لوبو لړۍ درې پر صفر وګټله.
دغه راز دغې بریاسره افغانستان دیوه ورځني کرکټ د راتلونکي نړیوال جام د غوراوي سیالیو (ورلډ کرکټ چیمپینشپ) په درجه بندۍ کې ۳۰ نومرو ترلاسه کولو سره دویم مقام خپل کړ.
د زمبابوې په کوربه توب دا درېیمه لوبه ددغه هېواد په هرارې ښار کې ترسره شوه، ددریمې لوبې پچه هم افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د زمبابوې توپوهونکو یو ځل بیا دافغانستان د پیاوړو توپ اچوونکو مقابله ونه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۳۵ منډو وسوځیدله او افغانستان ته یې د ۱۳۶ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري راشد خان درې، محمد نبي او فضل حق فاروقي دوه دوه، مجیب، عظمت عمرزي او فرید ملک یو یو لوبغاړی وسوځول.
د کرکټ ملي لوبډلې چې د یاد هدف ترلاسه کولو لپاره لوبه پیل کړه، نو هغه مهال له ستونزو سره مخ شوه، چې څولوبغاړي په پرله پسې توګه ژر ژر وسوځیدل، خو د لوبډلمشر حشمت شهیدي ۳۸ اومحمد نبي ۳۴ منډو له امله افغانستان یاد هدف په ۳۷ اوور کې ترلاسه او لوبه یې وګټله.
راشد خان ددې لوبې او رحمت شاه ددې ټولو سیالیو غوره لوبغاړي اعلان شول.
دغې بریا سره افغانستان ددریو لوبو لړۍ درې پر صفر وګټله او د راتلونکي نړیوال جال د غوراوي سیالیو په درجه بندۍ کې یې دویم مقام خپل کړ، بنګله دیش په لومړي مقام کې قرار لري.
د کرکټ ملي لوبډلمشر حشمت الله شهیدي تر یادې بریا وروسته پخپل پیغام کې ټولو هېوادوالو ته د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ ویلي چې له زمبابوې سره به په شل اووریزو سیالیو کې هم ښې لوبې به نندارې ته وړاندې کړي.
هغه پخپل فیسبوک کې خپور شوي پیغام کې زیاته کړې : ((خوشحاله يم چې ستاسو ملي لوبډله چې د کومې موخې لپاره (د کرکټ نړیوالې شورا سوپر لیګ) کې د ۳۰ مهمو او حياتي امتيازونو ترلاسه کول وو ورسيده. ))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP