ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سعودي افغان حج‌تلونکو ته د ویزو ورکولو لړۍ پیل کړه

سعودي افغان حج‌تلونکو ته د ویزو ورکولو لړۍ پیل کړه

author avatar
10 Jun 2022 - 02:52
سعودي افغان حج‌تلونکو ته د ویزو ورکولو لړۍ پیل کړه
author avatar
10 Jun 2022 - 02:52

کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۱): په کابل کې د سعودي عربستان سفارت هغو افغانانو ته چې د حج فریضې ادا کولو لپاره یې نوم‌لیکنه کړې، د ویزو ورکولو لړۍ پیل کړې ده.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت له خوا د غبرګولي په ۱۹مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، بیت الله شریف ته د حج ویزو ورکولو بهیر نن په کابل کې د سعودی عربستان سفارت له لوري د یوه حج تلونکي په نوم د لومړۍ ویزې په ورکولو سره پیل شو.

سرچینې زیاته کړې، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت بیت الله شریف ته د حاجیانو د ویزو ورکولو بهیر د پیل د هرکلي ترڅنګ هڅه کوي چې په ټاکلي وخت سره د حج لپاره عربستان ته د روان کال حاجیانو  لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې ده، سږ کال له افغانستانه ۱۳۵۸۲ کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي ته ځي او پر هر کس ۴۱۳۰ امریکایي ډالر لګښت اټکل شوی دی.

له دې مخکې د  افغانستان  ارشاد، حج او اوقافو وزارت له اریانا او کام اير هوایي شرکتونو سره د حاجیانو د لېږد رالېږد هوکړې لاسلیک کړې دي.

Visits: 375

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.