Language

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له پخواني قوماندان څخه څیړنې کیږي

اټلانټا (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۱) :  د امریکا د تحقیقاتو یا څیړنو مرکزي ادارې (اېف بي اي)په افعانستان کې ددغه هېواد له پخواني قوماندان جنرال الن څخه څیړنې کوي.

پر جنرال الن تور دی چې د قطر لپاره یې درسمي ماموریت پر مهال لابي ګري کړې ده.

جنرال الن له تقاعد کیدو وروسته په امریکا کې د بروکینګز څېړنیز انستیتیوت د مشر په توګه ګومارل شوی، خو تر تورن کیدو وروسته یادې ادارې په رخصت لیږلی دی.

د امریکاغږ د راپور له مخې، د یوې محکمې د اسنادو له مخې د څېړنو فدرال ادارې په دې وروستیو کې دجنرال الن الکترونیکي معلومات ضبط کړي دي.

ددغو اسنادو پر اساس الن په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې، کله چې د قطر او د دغه هیواد د ګاونډیو ترمنځ د یو دپلوماتیک بحران په حل کولو کې، د پردې تر شا د قطر لپاره لابي کړې ده.

خو جنرال الن تر اوسه په هیڅ جرم تورن شوی نه دی او هر ډول سرغړونه یې رد کړې ده.

د اسنادو پر اساس، جنرال الن باندې لګیدلو تورونو کې قطر ته د لوړپوړو مقاماتو سره کتنې او هغوی ته د امریکا په سیاست کې تاثیرګذارۍ په اړه مشورې ورکول او د سپینې ماڼۍ او کانګرس د لوړپوړو مقاماتو ترمنځ د قطر لیدلوري ترویجول شامل دي.

قطر له یوې مودې راهیسې د برروکینګز انستیوت سره د مالي مرستو یو له سترو ملاتړو څخه ګڼل کیده خو دغه انستیتیوت ویلي چې په دې وروستیو کې یې له قطر څخه هر ډول مرستو اخیستل درولي دي.