جلال اباد (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۱): د جلال اباد ښاروالۍ مسوولين وايي، د ګډوډۍ او بېنظمۍ د مخنيوي لپاره ۲۵۰۰ لاس پلورونکو ته غرفې ورکړل شوې دي چې ورسره به د دغې ادارې عوايد هم لوړ شي.
د چارواکو په خبره، د دغو غرفو په فعالېدو سره د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار پلې لارې او سړکونه له لاسي کراچيو پاک شوي او هره مياشت لږ تر لږه دوه نيم ميليونه افغانۍ عوايد د ښاروالۍ بودجې ته ورځي.
د جلال اباد ښاريان د ښاروالۍ له دغې کړنې خوښ دي؛ خو ځيني لاس پلورونکي وايي، دې چارې يې دوکانداري کمرنګه کړې ده.
د جلال اباد ښاروالۍ وياند بختيجان مراد نن (د غبرګولي ۲۱مه) پژواک اژانس ته وويل، دغې ادارې د ځانګړي پلان له مخې، په ښار کې د ګډوډيو او ښاري بېنظمۍ د مخنيوي په موخه پراخ کمپاين پيل کړی دی.
هغه زياته کړه، د ښار په مختلفو سيمو کې لاس پلورونکو ته ۲۵۰۰ غرفې جوړې شوې او ۵۰۰ غرفې لا هم تر کار لاندې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، هر غرفه لرونکی د غرفې د تر لاسه کولو په بدل کې ښاروالۍ ته په دوو قستونو کې ۹۰۰۰ افغانۍ ورکوي او د مياشتې هم بايد بازار او ساحې ته په کتو له ۶۰۰ تر ۱۳۰۰ افغانۍ ښاروالۍ ته کرايه ورکړي.
د ښاروالۍ وياند زياتوي: «مخکې ډېر يې له موږ سره ثبت نه و، تر يو نيم ميليون پورې عايد راتله، خو اوس ٢،٥ ميليونه افغانۍ عوايد راځي.»
نوموړی وايي، په ښار کې د لاسي پلورونکو او غرفو غوښتونکو شمېر ډېر دی، نو ځکه پلان لري چې د دويمې ناحيې اړوند چپرهار زړې هډې سيمه کې يوه لويه ساحه د غرفو د بازار په نوم جوړه کړي، څو پاتې لاسي پلورونکي پکې ځای پرځای شي.
په ورته وخت کې، د جلال اباد ښاريان د ښاروالۍ له دغې کړنې خوښ دي او وايي، دغه کار سره د ښار رنګ بدل شوی او ګڼه ګوڼه هم ورسره تر ډېره کنټرول شوې ده.
د جلال اباد ښار يوه اوسېدونکي عبدالخالق پژواک ته وويل، ښار کې ډېره ګډوډي او بې نظمي همدې لاسي کراچيو جوړه کړې؛ اوس چې غرفو کې ځای پر ځای شوي، هم ورسره ښار ښايسته شوی او هم ګڼه ګوڼه کمه شوې ده.
بلخوا، ساجد چې د جلال اباد ښار د تالاشۍ څلور لارې ته څېرمه په يوه غرفه کې سبزي خرڅوي، وايي چې پخوا به له ښاروالۍ هم ډېر په تکليف و او اوس په منظم شکل ولاړ دي، خو خلک له غرفو سره بلد نه دي او سودا يې ډېره نه خرڅېږي.
د يادونې ده، د ننګرهار ترڅنګ په کابل او نورو ولايتونو کې هم د ښاروالۍ له لوري لاس پلورونکو ته غرفې وېشل شوې، خو دوی ترې خوښ نه دي.
Views: 158
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن