پل علم (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۱): د لوګر اوسېدونکي وايي، که د کابل- لوګر پر لویه لار پاکستان ته د ډبرو سکرو لېږدوونکو درنو موټرو وزن کنټرول نه شي، نو دغه سړک به ویجاړ شي.
د یاد ولایت د مرکز پل علم یوه اوسېدونکي نعمتالله رښتین پژواک خبري اژانس ته وویل، هره ورځ د کابل- لوګر پر لویه لار د ډبرو سکرو بار سلګونه موټر پاکستان ته ځي چې د وزن د نه کنټرول له امله یې د دغې لارې دویم لین سړک د ویجاړېدو له خطر سره مخ کړی دی.
نوموړی زیاتوي، اوسمهال په مرکز پل علم او محمد اغې ولسوالۍ کې دغه غځېدلی سړک څو ځایه د درنو بار وړونکو موټرو د تګ راتګ له امله ویجاړ شوی او که مخنیوی یې و نهشي نو له پرانیستل کېدو مخکې به ویجاړ شي.
هغه وايي: «د کابل- لوګر پر لار شپه او ورځ پاکستان ته په بار وړونکو موټرو کې د ډبرو سکاره روان دي او وزن یې هم نه کنټرولېږي، تاسې باور وکړئ چې د لوګر ولایت خلک یې سخت اندېښمن کړي دي، که د دغو درنو موټرو وزن کنټرول نه شي نو په کمه موده کې به دغه سړک ویجاړ شي.»
د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي شېر خان پژواک اژانس ته وویل، د پخوا په پرتله د کابل- لوګر پر دویم سړک د بار وړونکو موټرو ګڼه ګوڼه خپل وروستي حد ته رسېدلې ده، شپه او ورځ افغانستان ته د ډبرو سکاره روان دي.
دی وايي، اړوندو ادارو ته په کار دي چې پاکستان ته تلونکي د ډبرو سکرو موټرو وزنونه په هر ولایت کې کنټرول کړي او اجازه ور نهکړي چې ډېر وزن لرونکي موټر پر سړکونو تګ راتګ وکړي او په خواریو جوړ شوي سړکونه ویجاړ کړي.
هغه زیاته کړه: «موږ دلته هره ورځ لسګونه ټېلر، مازدا او نور موټر وینو چې له شمال څخه د ډبرو سکاره راوړي او له دې لارې یې پاکستان ته انتقالوي او له هغې خوا بیا په سیمنټو بار لوګر ته راځي، خو دومره یې بار کړی وي چې له ټاکلې اندازې دوه یا درې برابره ډېر وي.»
د کابل- لوګر لویې لارې یوه ټېلر چلوونکي حاجي محمد ګل پژواک ته وویل، د لوګر ولایت له لارې پاکستان ته په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۱۰۰۰ موټره سکاره لېږدول کېږي چې د هر موټر لپاره له ۲۵ تر ۴۰ ټنه وزن ټاکل شوی دی؛ له دې پورته وزن ته اجازه نشته چې له دې لارې تېر شي.
هغه همدارنګه وايي، ځيني موټر به وي چې له ټاکلي وزنه به یې ډېر باروي، دا د حکومت دنده ده چې مخنیوی یې وکړي.
نوموړی زیاتوي: «سړکونه د افغانستان ملي سرمایه ده، ما په خپل ټېلر موټر کې ۳۸ ټنه د ډبرو سکاره بار کړي دي، غواړم د لوګر له لارې یې پاکسان ته یوسم، زه ویلای شم چې په یوه شپه او ورځ کې شاوخوا ۱۰۰۰ موټره د ډبرو سکاره پاکستان ته انتقالېږي.»
د لوګر ولایت د ټولګټو چارو رییس نورالله محمود پژواک اژانس ته وویل، پاکستان ته تلونکي بار وړونکي موټر یو ځل په کابل او بیا د لوګر مرکز اړوند التمور سیمه کې کتل کېږي او هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې له ټاکلي وزن څخه ډېر بار ولېږدوي.
هغه زیاته کړه، تر اوسه د لوګر کوم سړک د درنو بار وړونکو موټرو د تګ راتګ له امله نه دی ویجاړ شوی؛ خو ډېر ژر به د دغه ولایت په مرکز کې د بار وړونکو موټرو د وزن د کنټرول په موخه نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.
محمود وايي، یوازې د دغه ولایت له برهکي برک ولسوالۍ څخه تر مرکز پل علم او دغه راز له دغه ولایته نورو ولایتونو ته د تلونکو موټرو د وزن په کنټرولولو کې ستونزه شته چې دا به هم ژر حل شي.
د لوګر اوسېدونکي په داسې حال کې د بار وړونکو موټرو د ډېر وزن له امله د کابل- لوګر سړک د خرابېدو په اړه اندېښمن دي چې تر اوسه لا پرانیستل شوی نه دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP