کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۱): بې پولې خبریالان په تېره یوه میاشت کې افغانستان کې د ۱۲ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د نیول کېدو خبر ورکوي او له حکومته غواړي چې د خبریالانو خوندیتوب او د ټولیزو رسنیو قانون د عملي کولو په تړاو خپلو اعلان کړو ژمنو ته درناوی وکړي.
د دغه بنسټ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، سره له دې چې حکومت له خبريالانو د ملاتړ په موخه د رسنيو د سرغړونې کمېسيون جوړ کړى، خو بیا هم په تېره يوه مياشت کې د هېواد په کچه ١٢ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي نيول شوي او بنديان شوي دي.
د بې پولې خبریالانو (RSF) په دغه خبرپاڼه د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتل شوي، څو د خبریالانو د خوندیتوب او د ټولیزو رسنیو قانون په تړاو خپلې اعلان کړې ژمنې محترم وګڼي.
سرچينې په خبرپاڼه کې د هغو ۱۲ نیول شویو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو نومونه او د نیول کېدو نېټې په دې ډول یاد کړي: په هرات ښار کې د نوروز راډیو خبریال خالد قادري د غويي په ۱۷مه، په هرات ښار کې د صدای افتاب راډیو مدیر میرزا حسني د غبرګولي په ۱، د ګردېز راډیو خبریال جمالدین دلدار د غبرګولي په ۳مه، په اروزګان کې د پيوستون ټلویزون خبریال خانمحمد سیال د غويي په ۲۰مه، د فاریاب درې خبریالان بصیره مصمم، اوغ بیګ غفوري او فېروز غفوري د غبرګولي په ۷مه، په کابل کې د اسوکا خبري اژانس خبریال جواد اعتماد د غبرګولي په ۲مه، په کابل کې د صبح خبریال علي اکبر خېرخواه، د سلام وطندار راډیو خبریال رومان کریمي او د هغه همکار سمیع الله او کابل کې د نیویارک ټایمز فلم اخیستونکی فرزاد.
پژواک هڅه وکړه چې په دې تړاو د سرپرست حکومت د ویاندویانو ځواب ترلاسه کړي، خو تر اوسه (ماښام اووه بجې) یې ځواب نه دی ورکړی.
خو له دې مخکې د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونې په تړاو د بشر حقونو د څار سازمان د تورونو په اړه ویلي وو: «استخباراتو هیڅکله خبریالان نه دي وژلي، یوازې د ژورنالستیکي اصولو د سرغړونې په صورت کې احضار کړي او ورته سپارښتنه شوې، دا په ټوله نړۍ کې معمول دي، هر څوک چې نظام تخریبوي او یا خلک د نظام پر ضد تحریکوي باید پوښتنې ګروېږنې ترې وشي.»
نوموړي دغه راز تېره ورځ د خبریالانو د وضعیت په اړه له خبریالانو د ملاتړ ځینو بنسټونو د اندېښنو په تړاو ویلي وو چې حکومت له رسنیو او خبریالانو سره کومه ستونزه نه لري.
هغه زیاته کړې: «د ځینو رسنیزو سرغړونو له امله ښایي ځیني خبریالان د سپارښتنو په موخه دولتي ادارو ته غوښتل یا احضار شوي وي، خو بېرته رخصت شوي دي، دا نه کوم فشار، نه تاوتریخوالی، او نه هم د کاري ساحې محدودول دي.»
Views: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن