ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان د دواب امنیې قوماندانۍ مرستیال د دوو کورنیو په خپلمنځي نښته کې ژوند بایلود

د نورستان د دواب امنیې قوماندانۍ مرستیال د دوو کورنیو په خپلمنځي نښته کې ژوند بایلود

author avatar
13 Jun 2022 - 11:43
د نورستان د دواب امنیې قوماندانۍ مرستیال د دوو کورنیو په خپلمنځي نښته کې ژوند بایلود
author avatar
13 Jun 2022 - 11:43

پارون (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ مرستیال قوماندان مبین د دوو کورنیو په یوې خپلمنځي نښته کې ژوند بایلود.

دا پېښه تېره ورځ سهار د یادې ولسوالۍ په پیار سیمه کې شوې ده.

د دواب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حق‌پرست پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغې ولسوالۍ په پیار سیمه کې دوو کورنیو د سېلاب له امله د یوې ویجاړې شوې ځمکې پر سر لانجه درلودله چې وروسته په وسله‌واله نښته اوښتې ده.

هغه زیاته کړه، د دغې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ مرستیال قوماندان مبین د موضوع د حل په موخه سیمې ته تللی و چې د دواړو لورو ترمنځ په ډزو کې لګېدلی او وژل شوی دی.

د سیمې یوه بل اوسېدونکي عبدالقدیر پژواک اژانس ته وویل چې په دې نښته کې درې ماشومان او یوه ښځه هم ټپیان شوي دي.

د نورستان د والي ویاند سیف‌الدین لټون پېښه تاییدوي او دی هم وايي چې د دواب ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ مرستیال قوماندان مبین د دوو کورنیو ترمنځ په نښته کې په مرمۍ لګېدلی او وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه، نوموړی دغه مهال د قوماندانۍ د سرپرست په توګه پر دنده بوخت و چې له دې پېښې سره مخ شو.

ده په دې اړه معلومات ور نه کړل چې په دې نښته کې نورو کسانو ته هم زیان اوښتی او کنه؛ خو یادونه یې وکړه چې امنیتي ارګانونو په دې اړه څېړنې پیل کړې دي.

په دې وروستیو کې په نورستان ولایت کې خپلمنځي شخړو زور اخیستی چې کله کله په وسله‌والو نښتو اوړي او د مرګ ژوبلې لامل کېږي.

Views: 164

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.