Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان د کرکټ په درېیمه شل اووریزه لوبه کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۱): دافغانستان کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته په درېیمه شل اوریزه سیالۍ کې د ۳۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په دې سره یې د شل اوریزه لوبو لړۍ درې پر صفر وګټله.

افغانستان ددې لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۲۵ منډې جوړې کړې او  زمبابوې ته یې ۱۲۶ منډو هدف و ټاکه.

د افغانستان له لوري په توپوهنه کې محمد نبي ۳۱، افسر خان ۲۴ او احسان الله  بیا ۲۰ منډې جوړې کړې.

د زمبابوې لوبډلې  د شلو اورونو په لوبولو او د ۹ لوبغاړو  په سوځېدو یوازې  ۹۰ منډې جوړې کړی او افغانستان ته یې د ۳۵ منډو په توپیر سیالۍ وبایلله.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې نور احمد ۴، شرف الدین ۲، راشد خان او فاروق بیاد زمبابوې یو یو لوبغاړي وسوځول.

نور احمد پخپلې لومړۍ لوبه کې ښه وځلید او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د یادونې وړ ده، افغان کرکټ ملي لوبډلۍ د شل اوریزه سیالیو د لړۍ له ګټلو مخکې زمبابوې ته په یو ورځنیو لوبو کې هم درې پر صفر ماتې ورکړی وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.