اتلانتا (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۱): د امریکا هوایي ځواک ویلي، په هغې پېښه کې چې د کابل له هوایي ډګره د الوتنې پر مهال ځینو کسانو ځانونه په پوځي الوتکو پورې نیولي وو او له لوېدو سره سم مړه شول، د دوی پیلوټان ملامت نه وو.
تېر کال د اګسټ په ۱۵مه د کابل له سقوط وروسته زرګونه کسان د کابل هوایي ډګر ته مخه وکړه او د امریکایي ځواکوانو له خوا د تخلیې په پروګرام کې له افغانستانه د وتلو هڅه کوله، په دې کې یو شمېر کسانو ځانونه د امریکایي پوځي الوتکو پر وزرو او ټایرونو پورې نیولي وو.
د هغې ورځې ویډیوګانې او نور راپورونه ښيي چې افغانان په ډلهییز ډول د کابل نړیوال هوايي ډګر ته ورغلي او په دې لټه کې وو چې ژر تر ژره له هيواده ووځي. دوی له C-17 ټرانسپورټي الوتکې څخه راچاپېر وو او د الوتکې عملې د بیروبار د لا زیاتېدو له ویرې د پرواز پرېکړه کړې وه.
په موبایل ټیلېفونونو اخیستل شوي ویډیوګانې ښيي چې یو شمېر کسان له الوتکې څه رالوېږي؛ وروسته څرګنده شوه، دا هغه کسان وو چې د الوتکې په ټیرونو کې یې ځانونه پټ کړي وو.
د امریکا غږ د راپور له مخې، د قطر په العدید هوايي ډګر کې له راکښته کېدو وروسته، د الوتکې په ټیرونو کې د انسان پاتې شوني هم موندل شوي وو.
د امریکا هوایي ځواک ویاندې این سټیفانیک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلې چې د دغو کسانو د مړینې په اړه څېړنو موندلې چې د امریکا د هوایي قواوو عملې "په خرابېدونکي امنیتي وضعیت کې په بېړه هوا ته د پورته کېدو پر وخت د امکان تر حده سم قضاوت کړی دی."
سرچینې زیاته کړې: "دا یوه غمجنه پېښه وه او موږ د وژل شوو کسانو له کورنیو سره غمرازي کوو." هغې وویل چې د هوايي ځواک د ځانګړو تحقیقاتو څانګې پېښه وڅېړله او بیا یې د پېښې د ځای چارې قطري چارواکو ته وسپارلې چې څېړنو ته ادامه ورکړي.
مېرمن سټیفنیک وویل: "د الوتکې د عملې مسلکي توب او ګړندي فکر د الوتکې او د عملې خوندیتوب تضمین کړی دی. له دې پېښې وروسته د عملې غړي د اړتیا وړ رواني درملنې او نور خدماتو له ترلاسه کولو وروسته خپل کار ته ستانه شوي دي."
دا لا څرګنده نه ده چې په دې ورځ څو کسان وژل شوي دي؛ ویډیوګانې ښیې چې دوه کسه د څو ثانیو په توپیر، یو په بل پسې له الوتکې رالوېږي، مګر د یوې ودانۍ پر بام په یوه وخت کې د دوو کسانو جسدونو رالوېدل ښيي چې ممکن لږ تر لږه یو بل کس هم را لوېدلی وي.
افغانانو وروسته څرګنده کړه چې پر بام باندې د رالوېدلو دوو کسانو په جمله کې یو یې ۲۴ کلن فدا محمد و. هغه د غاښونو ډاکتر و. سيمه ييزو رسنيو ويلي، دویم جسد د صفي الله هوتک په نوم د يوه ځوان و، لږ تر لږه یو بل کس هم د C-17 الوتکې په ټیرونو کې د بند پاتې کېدو په نتیجه کې وژل شوی و.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.