ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پژواک له راپور وروسته د ډبرو سکرو لېږدوونکو موټرو د وزن د کنټرول امر شوی

د پژواک له راپور وروسته د ډبرو سکرو لېږدوونکو موټرو د وزن د کنټرول امر شوی

author avatar
15 Jun 2022 - 16:48
د پژواک له راپور وروسته د ډبرو سکرو لېږدوونکو موټرو د وزن د کنټرول امر شوی
author avatar
15 Jun 2022 - 16:48

پل علم (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۱): له هغه وروسته چې پژواک خبري اژانس د کابل- لوګر پر لویه لار پاکستان ته د ډبرو سکرو لېږدوونکو موټرو د ډېر وزن په اړه راپور خپور کړ، د ټولګټو چارو وزارت د دغو موټرو د وزن د کنټرول امر کړی دی.

پژواک د غبرګولي په ۲۱مه راپور خپور کړی و چې که د کابل- لوګر پر لویه لار پاکستان ته د ډبرو سکرو لېږدوونکو درنو موټرو وزن کنټرول نه شي نو دغه سړک به ویجاړ شي.

د ټولګټو چارو وزارت تازه د یوه مکتوب له لارې په ټولو ولایتونو کې خپلو ریاستونو ته امر کړی چې د ډبرو سکرو د موټرو د ډېر وزن مخه ونیسي.

په دغه مکتوب کې چې د غبرګولي په ۲۴مه له دغه وزارته د ۶۶۸ ګڼې په لرلو صادر شوی، راغلي: «د ټولو ولایتونو د ټولګټو چارو ریاستونو ته لارښوونه کېږي څو ډېر وزن لېږدوونکو موټرو (لوبیت او ډمپر) ته- چې د ډبرو سکاره لېږدوي- خبر ورکړي چې تر راتلونکې پنجشنبې (د غبرګولي تر ۲۶مې) د تګ راتګ اجازه لري، په همدې بنسټ د دغو موټرو مالکانو او چلوونکو ته دې پوهاوی ورکړل شي چې اصول او قوانین مراعات کړي.»

د لوګر د والي ویاند عمر منصور هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد مکتوب د دغه ولایت ټولګټو چارو ریاست ته رسېدلی او دې ادارې ته لارښوونه شوې چې پاکستان ته د ډبرو سکرو لېږدوونکو موټرو وزن دې په جدي توګه کنټرول شي.

هغه زیاته کړه، هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې په خپل موټر کې تر ټاکلې اندازې ډېر وزن ولېږدوي، که څوک سرغړونه وکړي نو قانوني چلند به ورسره وشي.

ده د لوګر اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست هڅه کوي د کابل- لوګر لویه لار له خرابېدو وساتي.

د لوګر اوسېدونکي چې د موټرو د ډېر وزن له امله د دې لویې لارې خرابېدو ته اندېښمن وو، له پژواکه مننه کوي چې په دې اړه یې پر وخت د دوی غږ منعکس کړ او اړوند وزارت پر وخت اقدام وکړ.

د دغه ولایت د مرکز پل‌علم اوسېدونکي سردار ولي بهیج پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ د پژواک له ادارې مننه کوو چې د کابل- لوګر پر  لویه لار یې د موټرو د ډېر وزن په اړه د خلکو پر اندېښنو راپور خپور کړ چې په پایله کې یې مسوولین خپل مسوولیت ته متوجه شول، پژواک د یوې ملي رسنۍ په توګه تل خپل ملي رسالت ادا کړی او په راتلونکِ کې هم همدا هیله ورڅخه لرو.»

نوموړی غوښتنه کوي چې رسنۍ دې په ورته توګه د نوي سرپرست حکومت مسوولین خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړي.

Views: 1411

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.