اټلانټا (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۱): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې مشر او د اماراتو د ابوظبۍ سوداګرۍ خونې، له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
د اماراتو رسنۍ (ګلف ټوډی) د غبرګولي په ۲۶مه، خبر ورکړی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې (یو این ډي پي) مشر عبدالله الدرداري د ابوظبۍ د سوداګرۍ خونې له مشر محمدهلال المهیري او مرستیال هلالمحمد الحمیلي سره ولیدل.
سرچینې زیاته کړې چې دواړو لوریو له افغانستان سره پر سوداګریزو اړیکو او په دې برخه کې پر نویو اړیکو جوړولو خبرې وکړې.
د ابوظبۍ د سوداګرۍ خونې مشر المهیري ویلي، چمتو دي چې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا په برخه کې هره ممکنه مرسته او همکاي وکړي.
هغه زیاته کړې، له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا لپاره باید دا ډول ناستې او غونډې ډېرې شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې مشر عبدالله الدرداري له افغانستان سره سوداګریزو اړیکو ته پراختیا ورکولو له امله د ابو ظبۍ له سوداګرۍ خونې مننه وکړه.
هغه د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې او اړوندو نورو ادارو له خوا په افغانستان کې ترسره کېدونکو بشري مرستو په اړه هم معلومات ورکړل.
Views: 53
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن