کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۱): په کابل کې د ایران سفیر وایي، هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې پانګونه وکړي.
د افغانستان برېښنا شرکت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه شرکت عمومي اجرایوي ریيس ملا محمدعیسی ثاني پرون په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره وکتل.
سرچينې د ایران د سفیر په حواله ويلي، هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې د برېښنا په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
امینیان زیاته کړې، په افغانستان کې د بېلابېلو برخو ترڅنګ، دا ځل ایران غواړي د برېښنا په برخه کې هم ځینې پروژې ولري.
نوموړي د افغانستان برېښنا شرکت تخنيکي ډلې ته بلنه ورکړې چې ایران ته سفر وکړي ترڅو د برېښنا په برخه کې د پانګونې پر څرنګوالي خبرې وشي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان برېښنا شرکت اجرایوي رییس د برېښنا په برخه کې پانګونې ته د ایران لېوالتیا وستایله او د هر ډول همکاریو ډاډ یې ورکړ.
نوموړي ایران ته د تخنيکي ډلې د لېږلو ډاډ ورکړی دی.
د یادولو ده چې په چين کې د افغانستان سفارت تېره ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد تر ټولو سترې دولتي کمپنۍ (پاور چاینا) په افغانستان کې د اوبو او برېښنا په برخه کې د پانګونې لېوالتيا ښودلې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP