کندوز (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۱): د کندوز سیمهییز چارواکي وايي، د امام صاحب ولسوالۍ په یوه جومات کې چاودنې له امله یو کس مړ او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د کندوز امنیه قوماندانۍ له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه نن ماسپښين ۱ بجه او ۳۰ دقیقې د جمعې لمانځه پر مهال د امام صاحب ولسوالۍ اړوند الفبیردي سیمې یوه جومات کې رامنځته شوې ده.
سرچینه لیکي چې چاودنه د یوه ځاي پر ځاي شوي ماین له امله شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې چاودنه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۷ نور ټپیان دي چې د امام صاحب ښار ۵۰ بستریز روغتونه ته لېږدول شوي دي.
خو د یاد روغتون امر ډاکټر احمد رشاد امیني وايي چې له دغې پېښې ۱۰ ټپیان ور وړل شوي دي.
د روغتون د مسوولینو په وینا چې د ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ نه دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP