Language

هلمند کې په ترافیکي پېښو کې یو کس مړ او ۱۲ نور ټپیان شوي

لښکرګاه (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۱): د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، په دوو ورځو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د یاد ریاست مرستیال مولوي محمد‌قاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښې نن او تېره ورځ په نادعلي، مارجې، باباجي او واشير ولسواليو کې رامنځته شوې دي.

نوموړی وايي، ټپیان د ځینو ولسوالیو روغتیایي مرکزونو په ګډون د لښکرګاه ښار ایمرجنسي روغتون ته هم لېږدول شوي دي .

هغه د ټپيانو د روغتیايي وضعيت په اړه څه ونه ویل.