Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پښتو ژبې لیکوال پروفیسر ولي محمد خان «سیال کاکړ» ومړ

کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۱): د پښتو ژبې لیکوال او فولکلوریسټ پروفیسر ولي محمد خان «سیال کاکړ» له څو کلنې ناروغۍ وروسته نن د ۸۷ کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

د افغانستان د علومو اکاډمي پخواني ريیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «د پروفيسر ولي محمد سيال کاکړ پر وفات ټول غمجن يو، ارواښاد سيال کاکړ د پښتو ژبې، ادب او فرهنګ په ډګر کې ستر نوم و؛ نوموړي شاوخوا شپږ نيمې لسيزې د پښتو ژبې، ادب، په ځانګړي ډول د پښتني فولکلور لپاره ډېر خدمتونه کړي، د پښتو ژبې په علمي بډاينه کې يې ونډه له هيچا پټه نه وه.»

ده لیکلي، سیال کاکړ تېر کال له پښتنو او افغانانو سره د مينې په پار خپل ټول کتابتون چې په زرګونه چاپي او قلمي اثار يې درلودل، د افغانستان د علومو اکاډمي ته هدیه کړل.

د ده د معلوماتو له مخې، په دغه کتابتون کې ۱۳۳ قلمي نسخې او تر ۴۵۰۰ ډېر کتابونه وو.

شکیب لیکلي: «د کاکړ مړينه د پښتو ژبې، ادب او فرهنګ لپاره لويه ضايعه ده، خدای پاک دې پر پښتنو يو بل سيال کاکړ ولوروي.»

د راپورنو له مخې، سیال کاکړ په ۱۹۳۵ کال کې د سوېلي پښتونخوا پښین د سرانانو سیمې په «شاګۍ» کلي کې زېږېدلی و او تر نیمې پېړۍ ډېر یې د لر او بر پښتو او پښتنو لپاره خدمت وکړ.

هغه خپلې لومړنۍ زده کړې په خپل کلي او پښین سیمه کې کړې وې او وروسته د نورو زده کړو لپاره کوټې، پېښور او د لاهور پنجاب پوهنتون ته تللی و. هغه په پښتو، فارسي او اردو ادبیاتو کې درې ماسټرۍ کړې وې.

راپورونه ښیي چې سیال کاکړ په بلوچستان پوهنتون کې د استاد په توګه دنده هم ترسره کړې وه او له پښتو سره سره په اردو، انګرېزي، فارسي، براهوي، بلوچي او پنجابي ژبو یې هم خبرې کولای شوې او د پښتو په ګډون یې په فارسي ژبه هم تر څلوېښتو کتابونه لیکلي او چاپ شوي دي.

تاریخپوه او افغان لیکوال عبدالغفور لېوال پر خپلې ټويټرپاڼې د کاکړ پر مړینه خپګان ښودلی او لیکلي یې دي: «د سوېلي پښتونخوا ځوان پښت ته بویه چې د هغه فرهنګي میراث خوندي کړي او د دې سیمې د بډای ولسي ادب په راټولولو د هغه ارواښاد ځای تشېدو ته پرې نه ږدي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.