ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د نشه‌یانو د درملنې لړۍ پیل شوه

بغلان کې د نشه‌یانو د درملنې لړۍ پیل شوه

author avatar
20 Jun 2022 - 18:46
بغلان کې د نشه‌یانو د درملنې لړۍ پیل شوه
author avatar
20 Jun 2022 - 18:46

[restrict paid=”true”]
پلخمري (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۱): د بغلان په مرکز پلخمري کې، د یوې خیریه ټولنې له لوري د لسګونو نشه‌یانو د درملنې لړۍ پیل شوه.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند ادریس شېرزاد د غبرګولي په ۳۰ مه، رسنيو ته وويل چې له ژمنې سره سم نن د روږدو کسانو د درملنې لړۍ پيل شوه.

هغه وويل، د روږدو د درملنې کېمپ د «ژوند خيريه بنسټ» له لوري جوړ شوى چې په لومړي ځل د ٥٠ کسانو درملنه پکې کېږي.

دغه‌راز، د ژوند خيريه ټولنې مسوول حامد، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له مزارشريف وروسته يې نن په پلخمري کې د روږدو کسانو درملنه پيل کړه.

هغه وايي، دوى د دغو نشه‌یانو درملنې لپاره ډاکټران او نور امکانات برابر کړي، خلک او سوداګر هم بايد په دغه برخه کې له دوى سره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې، د نشه‌یانو له ډلې زلمي پژواک ته وويل چې درې کاله وړاندې يې د پوډرو استعمال پيل کړى دى.

هغه وايي: «که سمه درملنه مې وشي کله به هم نور نشو ته نږدې نه شم.»

د يادونې ده، د مخکني حکومت مسوولينو پژواک ته ويلي و چې د ښځو په ګډون ٥٥زره کسان په بغلان کې پر نشه‌يي توکو اخته دي.

[/restrict]

Views: 26

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.