میدانښار ( پژواک، غبرګولی، ۳۱، ۱۴۰۱): د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د څښاک د پاکو اوبو رسولو یوه پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د میدان وردګو ولایت، د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري پژواک اژانس ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پروژه د نرخ ولسوالۍ، د کریمدادو کلي بشپړه شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې پر دې پروژې څه باندې ۳ مېلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د ملګرو ملتونو د یونیسف ادارې لخوا ورکړل شوی دی.
په خبرباڼه کې راغلي ، دا پروژه چې د لمریزې برېښنا سیستم هم ورته فعاله شوی، د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست سره په همغږۍ رغول شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې یاده شبکه پر یو مهال د ٢٠ متره مکعبه اوبو ساتلو ظرفیت لري، چې له لارې به یې ١٠٢ کورنیو او یوه مسجد ته پاکې او صحي اوبه رسول کیږي.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن