Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال‌اباد ښار کې يوه کس خپله مېرمن وژلې ده

جلال‌اباد (پژواک،  ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۱): د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار کې یوه کس خپله مېرمن وژلې چې وروسته د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوی دی.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون سهار د جلال‌اباد ښار د درېيمې حوزې اړوند په عربانو ګولايي سيمه کې يوه کس خپله مېرمن وژلې ده.

هغه زياته کړه، د ميرويس په نوم دغه کس خپله مېرمن په خپل کور کې وژلې چې وروسته امنيتي مسوولين پر وخت خبر شوي او قاتل يې نيولی دی.

دی وايي، تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه کس ولې خپله مېرمن وژلې؛ خو په دې اړه له هغه پلټنې پیل شوې دي.

له امنیې قوماندانۍ پژواک اژانس ته په را استول شوې ويډیو کې ښکاري چې نیول شوی کس ځان میرویس معرفي کوي او پر خپل جرم اعتراف کوي.

فقر، بې‌روزګاري، د زده‌کړو د کچې کموالی او ناموسي مسايل تر ډېره د دا ډول پېښو لاملونه په ګوته شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.