کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۱): د ترکيې د بشردوستانه مرستو بنسټ (IHH) په کابل کې له ۱۰۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
په افغانستان کې د ياد بنسټ مسوول مجاهد کلیچ د دغو مرستو د وېش پر مهال وویل چې تر اوسه دغه بنسټ په بېلابېلو ولایتونو کې پر بېوزلو کورنیو ۱۵۰۰ ټنه خوراکي توکي وېشلي دي.
د یاد بنسټ مطبوعاتي مسوول نویداحمد بارکزي هم پژواک ته وویل چې نن يې په ټولیز ډول له ۱۰۰۰ بېوزلو کورنيو سره مرسته کړې چې پکې هرې یوې ته ۲۵ کیلوګرامه اوړه، ۵ کیلوګرامه غوړي، ۷ کیلو وریجې، يوه اندازه لوبیا او یو قطی روب شامل دي.
د ده په خبره، دوی د يادو کورنيو د انتخاب لپاره سروې نه ده کړې، بلکې د بېلابېلو دولتې ادارو له خوا ورته معرفي شوې دي.
نوموړي وویل چې دوی په ځینو ولایتونو کې پر خوراکي توکو سربېره، له بزګرو سره د کرنې په برخه کې هم مرستې کړې دي.
د کابل اوسېدونکي قیس چې نن يې دغه مرسته ترلاسه کړې، وویل چې د خلکو اقتصادي وضعيت خراب دی او ډېرو مرستو ته اړتيا لري.
ده زياته کړه چې يادې مرستې بسنه نه کوي، حکومت او نړۍوال خيریه بنسټونه دې له افغانانو سره مرستې ډېرې کړي.
هغه وویل: «په هېواد کې بېکاري ډېره ده، ټول افغانان مرستو ته ضرورت لري او باید مرستې ورسره وشي.»
د یادونې ده، تېره ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ رييس ليونارد زورلو په یوې غونډه کې وویل چې ۵۸ سلنه افغانان بشري مرستو ته اړتيا لري او نږدې ۲۴ ميليونه نور له لوږې سره مخ دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP