Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هېواد په ۸ ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۱ کسان مړه او ۵۰ ټپیان شوي

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، چنګاښ لومړۍ ۱۴۰۱): پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، وروستیو سېلابونو د هېواد په اتو ولایتونو کې ۶۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې، ۵۰۰ کورونه یې وېجاړ کړي او ۳۵۰۰ جرېبه کرنیزه ځمکه یې زیانمنه کړې ده.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال مولوي شرف‌الدین مسلم نن کابل کې خبري غونډۍ ته وویل چې د تېرې میاشتې له ۲۹ مې تر نن پورې د هېواد په اتو ولایتونو کې د سیلابونو راوتلو له امله ۱۱ کسان مړه شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.

هغه وایي، دغه سېلابونه په فاریاب، کونړ، پکتیا، سمنګان، سرپل، هلمند، تخار، بدخشان او کندوز ولایتونو کې راوتلي دي.

د ده په وینا، سېلابونو په یادو ولایتونو کې تر ۵۰۰ پورې کورونه وېجاړ کړي، ۳۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه یې سخته زیانمنه کړې او د زرو په شاوخوا کې حیوانات یې وژلي دي.

د مسلم په وینا، اړوندې ادارې زیانمنو ته د اړینو مرستو رسولو په درشل کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تازه معلوماتو له مخې، تېره شپه د زلزلې له امله په پکتیکا او خوست ولایتونو کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو ژوند له لاس ورکړی او  ۱۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

حکومت د زلزلې له امله د هر مړه شوي کس پر سر کورنۍ ته ۱۰۰ زره افغانۍ او هر ټپي ته ۵۰زره افغانۍ منظورې کړې دي او د څو وزارتونو ګډ پلاوي ته یې دنده سپارلې چې زیانمنو ته اړینې مرستې ورسوي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.