ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د چت لوېدو پېښه کې۱۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

کونړ کې د چت لوېدو پېښه کې۱۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

author avatar
23 Jun 2022 - 16:12
کونړ کې د چت لوېدو پېښه کې۱۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده
author avatar
23 Jun 2022 - 16:12

اسعداباد (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۱): د کونړ روغتيايي سرچينې وايي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند کومار کلي کې د يوې کوټې چت لوېدو له امله ۶ کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د دغه ولايت په شيګل ولسوالۍ کې په ورته پېښه کې شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د کونړ ولایتي روغتون رییس عطاءالله ساپي پژواک ته وویل چې دوی ته د نننۍ پېښې له ځايه د دوو مېرمنو په ګډون شپږ جسدونه او څلور ټپيان ور وړل شوي دي.

ده وویل چې مړه او ټپيان ټول د يوې کورنۍ غړي دي او د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.

د قرباني شوې کورنۍ يوه غړي امانت خان پژواک ته وويل، د ځایي اوسېدونکو په همکارۍ ټپيان او مړي له خارو ایستل شوي او یو ماشوم چې لا هم نادرکه دی، د موندلو هڅې یې روانې دي.

ده وويل: «نن سهار اته بجې وې چې زموږ د کورنۍ غړي د چای څښلو په موخه یوې کوټې ته راټول شوي وو، ناڅه زموږ یوه برنډه د ناستې په کوټه راپریوته او ټول د کورنۍ غړي مو تر خاورو لاندې شول.»

د دغه ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالې ادارې مسوولین وایي، د لومړنیو معلوماتو له مخې، وروستیو ورښتونو او سېلابونو د ځاني زیان اړولو ترڅنګ ۱۹۸ کورونه، ۳۲ کیلومتره فرعي سړکونه، ۵۸ سربندونه او ۳ زره متره ویالې تخریب شوې دي.

د یادې ادارې یوه استازي احسان‌الله وویل: «زموږ تخنیکي ټیمونه هغو سیمو ته تللي چې خلکو ته پکې د ورښتونو او سيلابونو له امله زیانونه اوښتي دي.»

د کونړ د والي ویاند نجیب‌الله حنیف وویل چې تېره ورځ هم د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله د شیګل ولسوالۍ په مادېش سیمه کې د یوه کور چت لوېدو له امله شپږ کسانو ژوند له لاسه ورکړی و.

نوموړي له مرستندويه ادارو وغوښتل چې په دغه ولایت کې له زیانمن شوو کورنیو سره لازمې مړستې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو دوو ورځو کې په ډېرو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو او زلزلې له امله خلکو ته ځاني او مالی زيانونه اوښتي دي.

Views: 31

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.