ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زلزله‌ځپلو ته د ځینو هېوادونو او سازمانونو مرستې رسېدلې دي   

زلزله‌ځپلو ته د ځینو هېوادونو او سازمانونو مرستې رسېدلې دي   

author avatar
23 Jun 2022 - 16:22
زلزله‌ځپلو ته د ځینو هېوادونو او سازمانونو مرستې رسېدلې دي   
author avatar
23 Jun 2022 - 16:22

کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۱): په پکتیکا او خوست کې زلزله‌ځپلو ته په هېواد کې دننه او بهر د مرستو چمتو کولو هڅې پيل شوې او سيمې ته د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون د ځینو نړۍوالو ارګانونو او هېوادونو مرستې رسېدلې دي.

د راپورونو له مخې، دغه زلزله وړمه شپه یوه بجه او ۲۵ دقیقې د ریختر په ۶،۱ درجه د خوست ښار په ۴۴ کيلومترۍ کې د ۵۱ کيلومتر په ژوروالي شوې ده.

د اروپا د زلزله‌سنجونې یوې ادارې ویلي چې د افغانستان، هند او پاکستان شاوخوا ۱۱۹ میلیون وګړو د ۵۰۰ کیلومتره په حدودو کې د دې زلزلې ټکانونه احساس کړي دي.

د يادې زلزلې له قربانيانو سره پر افغان حکومت او مرستندويه ټولنو او شخصیتونو سربېره، ملګرو ملتونو او يو شمېر هېوادونو هم مرستې اعلان کړې چې ځينې يې سيمې ته رسېدلې هم دي.

حکومت له زلزله‌ځپلو سره د سل میلیون افغانيو نغده مرسته جلا کړې او په زلزله کې د هر مړه شوي کس کورنۍ ته د ۱۰۰ زره او هر ټپي ته ۵۰ زره افغانۍ مرسته اعلان شوې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله پر اوښتې مرګ ژوبلې د خواشينۍ څرګندولو ترڅنګ د مرستو خبر ورکړی دی.

هغه پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي چې د ملګرو ملتونو ټيمونه سيمې ته د مرستې په موخه رسېدلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال بيا ويلي چې په دغه هېواد کې د وروستۍ زلزلې له ځپلو سره د مرستو لپاره لږ تر لږه ۱۵ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتيا لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي رمیز ال اکبروف ویلي چې دغه مرستې یوازې د دې لپاره نه دي په کار چې خلکو ته غیرخوراکي توکي او روغتیايي مرستې ورسېږي او سرپناه ورته برابره شي، بلکې له سېلابونو، زلزلو او ورښتونو وروسته ځينو پیدا کېدونکو ناروغیو ته هم اندېښمن دي چې باید مخه یې ونیول شي.

اکبروف دغه خبرې نن «د چنګاښ ۲مه» له کابله خبریالانو ته په یوه ویډيويي کنفرانس کې کړې دي.

ده ويلي چې د سختو ورښتونو په ترڅ کې خلکو ته د روغتیايي لارو چارو په اړه پوهاوی ورکول اړین دي او له دې پرته وېره شته چې په راتلونکي کې خلک له ناوړه وضعيت سره مخ شي.

نوموړي ويلي چې له بېلابېلو ادارو سره په ګډه همغږۍ يې پکتيکا ته ۴۵ امبولانسونه او لس ټنه روغتيايي توکي استولي چې درمل، خېمې او ځيني نور روغتيايي توکي دي.

هغه دغه زار ويلي چې د جراحانو او نورو ډاکټرانو ترڅنګ یې پکتيکا ته شاوخوا ۱۸ ګرځنده طبي ډلې لېږلې او د دغه ولایت سپېرې ولسوالۍ ته هم جلا اته امبولانسونه او د روغتیاپالو دوه ډلې لېږل شوې دي.

ښاغلی اکبروف دغه راز وايي چې اوس یې ډېره توجه سختو زیانمن شوو سیمو لکه ګیان ته ده.

د خوړو نړیوال پروګرام هم په خپله رسمي ټويټرپاڼه کې اعلان کړی چې دوی پکتيکا ته د خوراکي توکو ۲۳۹ لارۍ استولې او د خپل پروګرام له مخې به يې ووېشي.

چین هم په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له قربانيانو سره د بېړنۍ مرستې اعلان وکړ.

د چين نړيوالې راډيو د دغه هېواد د بهرنيو وزارت د وياند وانګ ون بين په حواله خبر ورکړی چې دغه هېواد به د افغانانو د اړتياوو له مخې بشري مرستې وکړي.

دغه راز د MCC په نوم يوه چيني شرکت د پکتيکا او خوست له زلزله ځپلو سره د ۲۰ میلیون افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته اعلان کړې ده.

MCC د چين دولتي شرکت دی چې د افغانستان د مس عینک پروژه تطبيقوي.

د ياد شرکت د افغانستان څانګې رييس صفت‌الله رحيمي پژواک ته وویل: «موږ ژمنه کوو چې زلزله ځپلو سيمو ته د ۲۰ میلیون افغانيو په ارزښت خوراکي توکي اهدا کړو.»

د سعودي عربستان يوه خيريه بنسټ هم د خوست او پکتيکا له زلزله ځپلو سره د مرستې اعلان کړی.

د ملک سلمان په نوم دغه خيريه بنسټ نن د جزئياتو له وړاندې کولو پرته ويلي چې دوی به ډېر ژر له ۶۰۰ زلزله ځپلو کورنيو سره مرسته وکړي.

په کابل کې د پاکستان سفارت مطبوعاتي دفتر نن پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، زلزله ځپلو سيمو ته د دغه هېواد د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته رسېدلې ده.

د سرپرست حکومت ویاند او د اطلاعات او کلتور وزارت نشراتي مرستیال ذبیح الله مجاهد هم نن پر خپلې ټويټرپاڼې لیکلي چې له زلزله‌ځپلو سره د مرستو په لړ کې له پاکستان هېواده اته لارۍ خوراکي او نور اړین توکي د ځمکې له لارې پکتیکا ته رسېدلي دي.

دی وايي چې له ایرانه دوه الوتکې او له قطره یوه الوتکه بشري مرستې هېواد ته را رسېدلې دي.

د ترکيې ټلوېزيون TRT فارسي په خپله رسمي پاڼه د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له قوله ويلي چې د دغه هېواد د سرې میاشتې له لارې زلزله ځپلو سيمو ته بشردوستانه مرستې رسېدلې دي.

خو په یاده خبرپاڼه کې د مرستو اندازې ته اشاره نه ده شوې، خو ویلي يې دي چې ترکيه د افغانستان له زلزله ځپلو سره هر ډول مرستو ته چمتو ده.

دغه راز د کام ایر خصوصي هوايي شرکت په فېسبوکپانې د دغه شرکت د مشر زمري کامګار په یوه خپاره شوي پیغام کې ویل شوي چې طبیعي پېښو ته د رسېدنې کمېسیون له لارې له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه لس میلیون افغانۍ نغدې او د دوه زره بوجۍ اوړو مرسته کوي.

د یادونې ده، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال مولوي شرف‌الدین مسلم تېره ورځ په کابل کې خبريالانو ته وویل چې د رییس‌الوزرا ملا محمدحسن په مشرۍ د کابینې نننۍ غونډې د زلزلې له امله هر شهید شوي ته ۱۰۰زره افغانۍ او هر ټپي ته ۵۰ زره افغانۍ منظورې کړې دي.

سربېره پر دې په هېواد کې دننه یو شمېر صرافانو، سوداګرو او خیریه بنسټونو او دغه راز په بهر کې مېشتو افغانانو هم له زلزله ځپلو سره د مرستو راټولولو کمپاين پيل کړی دی.

په بلخ، ننګرهار، کندوز او پکتيا ولايتونو کې او دغه راز په يو شمېر بهرنيو هېوادونو کې مېشتو افغانانو هم د پکتيکا او خوست ولايتونو له زلزله ځپلو سره د مرستې کمپاينونه پيل کړي دي.

Views: 108

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.