ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې تېر کال ۳۶ زره کسان د ملاريا پر ناروغۍ اخته شوي

ننګرهار کې تېر کال ۳۶ زره کسان د ملاريا پر ناروغۍ اخته شوي

author avatar
23 Jun 2022 - 16:54
ننګرهار کې تېر کال ۳۶ زره کسان د ملاريا پر ناروغۍ اخته شوي
author avatar
23 Jun 2022 - 16:54

جلال اباد (پژواک،  ۲ چنګاښ ۱۴۰۱): د ننګرهار روغتيايي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې تېر کال څه باندې ۳۶ زره کسان د ملاريا پر ناروغۍ اخته شوي خو څوک يې مړه کړي نه دي.

د چارواکو په وينا چې دا د ملاریا ناروغۍ د وړم کال پېښو په نسبت نږدې ۱۰ زره کموالی ښيي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست له ملاريا ناروغۍ سره د مبارزې مسوول ډاکټر سعيد شېرزاد وايي چې په ۲۰۲۱ کال کې په دغه ولايت کې د ملاريا پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۶ زره او ۱۳۰ تنه ثبت شوی دی.

هغه وايي، په ۲۰۲۰ کال کې د ملاريا ناروغانو شمېر ۴۶ زره او ۷۶۳ کسان و.

ده وويل، په دغه ولايت کې د ملاريا د پېښو ډېروالي لاملونه ګرم اقليم، جګړې، داخلي بېځايه شوې کورنۍ، ننګرهار ته له ګاونډ پاکستانه د کډوالو په زيات شمېر راستنېدل، د سيند موجوديت او د شولو کښت دی.

خو نوموړى زياتوي، له تېرو څو کلونو راهیسې چې د پشه‌خانو وېش پيل شوی او خلکو ته عامه پوهاوی زيات شوی، کال په کال د ناروغانو شمېر کمیږي او هڅه کوي چې دغه کچه صفر ته کښته کړي.

د نوموړي په وينا، که خلک همکاري وکړي، له پشه‌خانو کار واخلي او پاکوالي ته پوره پاملرنه وکړي نو د ملاريا ناروغۍ کچه صفر ته کښته کېدای شي.

روغتيايي چارواکي وايي، همدا اوس په دغه ولايت کې د UNDP  په مالي لګښت د ملاريا ناروغۍ د مخنيوي لپاره د پشه‌خانو (ماشلومو) د وېش لړۍ روانه ده.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند نقيب‌الله رحيمي پژواک ته وويل، په دغه ولايت کې د UNDP په مالي ملاتړ او د AADA موسسې په تخنيکي همکارۍ د ملاریا د مخنيوي لپاره د پشه‌خانو د وېش کمپاين پيل شوى دى.

هغه زياته کړه، کمپاين د روان کال په وري مياشت کې پيل شوی چې په اوو مياشتو کې به ټولو ولسواليو کې پشه‌خانې ووېشل شي.

بلخوا د سره‌رود ولسوالۍ اوسېدونکي ضياءالرحمن چې د کابل اډې شا ته په ګنده‌چشمو سيمه کې اوسېږي، پژواک ته وويل، تېر کال د روغتيايي کارکوونکو له لوري ورته د درېيو ماشومانو پر سر يوه پشه‌خانه ورکړل شوې چې يو ماشوم يې هم پر دې ناروغۍ نه و اخته شوى او سږ کال هم دوه پشه‌خانې ورکړل شوې دي.

ننګرهار چې ګرمه هوا لري او ځینې ولسوالۍ يې د سيند په اوږدو کې پرتې دي؛ د میاشو وده په کې ډېره او له امله يې د ملاريا ناروغۍ کچه هم لوړه ده.

Views: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.