ښرنه (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۱): د پکتیکا چارواکي وايي، زلزلې د دغه ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې شاوخوا ۲۵۰۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې او دغه راز یې ۳ زره کورونه ویجاړ کړي دي.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر حکمتالله عصمت پژواک خبري اژانس ته وویل، هغه شمېرې چې تر دې مهاله دوی ته رسېدلې، ښيي چې د پکتیکا په برمل او ګیان ولسوالیو کې زلزلې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان مړه کړي او ۱۵۰۰ نور یې ټپيان کړي دي.
هغه زیاتوي، د زلزلې له امله شاوخوا ۳ زره کورونه هم ویجاړ شوي او یا زیانمن شوي دي.
د ده په خبره، زلزلې تر ټولو ډېر زیان د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې اړولی چې د مرګژوبلې شميره په کې لوړه ده.
نوموړي وویل، د برمل او ګیان ترڅنګ په زېړوک ولسوالي کې هم د زلزلې له امله یو شمېر کورونه ویجاړ شوي چې په کې دوه کسان مړه او ۳ نور ژوبل شوي دي.
د عصمت په وینا، د پېښې ټپيان د پکتيکا او نږدې ولايتونو د روغتيا رياستونو او اړوندو مرستندويه ادارو په همکارۍ د دغه ولایت د مرکز ښرنې او ارګون ولسوالۍ ترڅنګ د پکتيا، کابل او غزني روغتونونو ته د درملنې لپاره استول شوي دي.
دی وايي، ۳۸ روغتيايي ټيمونه لا هم په سیمه کې د ژغورنې پر عملياتو بوخت دي او په ساحه کې د پاتې ژوبل شوو په درملنه لګيا دي.
عصمت زیاته کړه، که څه هم ملي او نړۍوالو مرستندويه موسسو او خيریه بنسټونو له پېښې وروسته د دغه ولایت د ګيان او برمل ولسواليو له زيانمنو کورنيو سره د روغتيا، خوراکي توکو او پوښاک په برخه کې لومړنۍ مرستې کړې خو لا ډېرو مرستو ته اړتیا ده.
د ګيان ولسوالۍ يو اوسېدونکی چې د کورنۍ ۷ غړي یې په دې پېښه کې له لاسه ورکړي وايي، د کور ټول دېوالونه یې نړېدلي او سرپناه نه لري.
د ایوبخان په نوم دغه کس چې ۴۸ کال عمر لري، پژواک خبري اژانس ته وویل، د زلزلې له امله یې د کورنۍ په اوو مړه شوو غړو کې مېرمن، دوه زامن، یوه لور او درې ورېرې شاملې دي.
هغه زیاته کړه: «نیمه شپه وه، ټول په خواږه خوب ویده وو چې ناڅاپه زلزله وشوه، شور او ځوږ شو، کوټې راباندې کښېناستې، پر ما هم د کوټې نیمايي چت رالوېدلی و خو ژوندی پاتې شوم، یوه مې د وریندارې کوټه روغه پاتې ده چې دا او اولادونه یې په کې بچ دي خو نور مو ټول کور ړنګ شوی دی.»
د ده په خبره، اوس په کور کې پنځه تنه پاتې دي چې سرپناه نه لري خو په موقتي توګه یې د یوې موسسې په مرسته په خېمه کې ژوند پيل کړی دی.
دی غوښتنه کوي چې حکومت، موسسې او خيريه بنسټونه دې د نوموړي او د ده د خپلوانو لاسنيوی وکړي.
د ګيان ولسوالي د اوزکي کلي يوه اوسېدونکي خان مومن چې د کورنۍ ۱۰ غړي یې په دې پېښه کې له لاس ورکړي، پژواک خبري اژانس ته د زلزلې دردناکه کیسه داسې وکړه: «په هغه شپه په کور کې نه وم، سهار چې راغلم تش دېوالونه پاتې وو، د کورنۍ ټول غړي مې مړه شوي وو چې پنځه ماشومان او پنځه سړي او ښځې وو.»
هغه زياتوي، تر اوسه ورسره کومې ادارې نغدي یا د سرپناه مرسته نه ده کړې خو ورته ویل شوي چې مرسته به ورسره وشي.
دی له مرستندويه ادارو غواړي چې د ده او د ده په څېر له نورو زيانمنو کورنيو سره دې د نغدي مرستې ترڅنګ د سرپناه او خوراکي توکو مرسته وشي.
د زلزلې د قربانیانو ترڅنګ د دغه ولایت ځوانان او قومي مشران هم وايي چې د زيانمنو شوو سيمو خلک بېړنيو مرستو ته اړتيا لري او دوی د درملو، سرپناه، پوښاک، خوراکي توکو او د کور سامانونو د نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.
دوی پر حکومت، مرستندويه روغتيايي ادارو پر مسوولينو، ملي او نړيوالو خيریه بنسټونو او سوداګرو غږ کوي چې د زيانمنو سيمو له اوسېدونکو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
په مرکز ښرنه کې د حاجي اصيل په نوم يوه قومي مشر پژواک خبري اژانس ته وویل، د زلزلې له امله د پکتيکا لويه برخه نفوس له زيان سره مخ شوی، په کار ده چې د لاسنیوي لپاره یې په هېواد دننه او بهر د مرستو راټولولو لپاره اقدام وشي څو زيانمنې کورنۍ وژغورل شي.
د تېرې چهارشنبې شپې په شاوخوا يوه نيمه بجه پکتيکا، خوست، پکتيا، لوګر، غزني، کابل او یو شمېر نور ولايتونه زلزلې ولړزول چې ډېر مالي او ځاني زيان یې د پکتيکا په ګيان او برمل ولسوالیو کې اړولی او د دغو دوو ولسواليو شاوخوا ۳۳ کلي یې ویجاړ کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP