ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملګرو ملتونو لوړ پوړی پلاوی له زلزله ځپلو سیمو څخه لیدنه کوي

د ملګرو ملتونو لوړ پوړی پلاوی له زلزله ځپلو سیمو څخه لیدنه کوي

author avatar
24 Jun 2022 - 03:24
د ملګرو ملتونو لوړ پوړی پلاوی له زلزله ځپلو سیمو څخه لیدنه کوي
author avatar
24 Jun 2022 - 03:24

اټلانټا (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۱) : ملګري ملتونه وایي چې ددوی د وروستیو معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د زلزلې له امله شاوخوا ۲۲۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه زلزله چې مرکز یې له خوست ولایت څخه د ګردیز په لوري ۴۰ کیلو متره لرې وه، د ریختر په کچه ۶،۱ درجې وه، په خوست او پکتیکا ولایتونو کې یې درنه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي سرپرست استازي رامز الاکبروف د افغانستان په اړه د امنیت شورا جوړې شوې ځانګړې غونډې ته وویل: ” د بشري مرستو فعالینو عاجلې مرستې چمتو کړې چې د امبولانسونو لیږل، د روغتیایي وسایلو برابرول، د درملو چمتو کول، د ګرځنده روغتیایي ټیمونو لیږل او همدارنګه د خیمو، کمپلو، پلاستیکي شیتونو او خوړو لیږل پکې شامل دي.”

نوموړي دا څرګندونې نن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه ځانګړې غونډې ته وکړچې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشی د وروستي راپور په اړه جوړه شوې وه.

هغه زیاته کړه، د وروستیو معلوماتو له مخې، شاوخوا ۸۰۰ تنه مړه ، تر ۱۴۰۰ پورې ټپیان شوي او زرګونه کورنۍ او کورونه زیانمن شوي دي.

اکبروف وویل، په سیمه کې د ژغورنې عملیات ادامه لري او وېره ده، چې راتلونکو ورځو کې به د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شي.

ده وویل چې د افغانستان ددفاع وزارت په مشرۍ په سیمه کې د ژغورنې او مرستو عملیات روان دي، دغه راز نورې دولتي او نادولتي موسسې هم مرستې او همکارۍ کوي.

د یوناما سرپرست وویل چې سبا به خپله سیمې ته ځي ، د قربانیانو کورنیو او زیامنو شویو سیمو څخه لیدنه کوي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.