Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هند، ایران او اماراتو د مرستې څلور الوتکې افغانستان ته راورسېدې

د هند، ایران او اماراتو د مرستې څلور الوتکې افغانستان ته راورسېدې

author avatar
24 Jun 2022 - 14:40
د هند، ایران او اماراتو د مرستې څلور الوتکې افغانستان ته راورسېدې
author avatar
24 Jun 2022 - 14:40

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۱): د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره، د هندوستان په مرستو دوه نورې، د ا یران درېيمه او د متحده عربي اماراتو لومړۍ الوتکه هېواد ته رارسېدلې دي.

د يادونې وړده چې د هند او ایران د مرستو بار دوه- دوه الوتکې پرون هم افغانستان ته راغلې وې.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نن يې افغانستان ته له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره په دوه الوتکو کې ۲۷ ټنه بیړنۍ بشري مرسته استولې ده.

د خبرپاڼه له مخې، په دغې مرسته کې خیمې، کمپلې، د کور نور اړین توکي شامل دي.

د سرچینې په وینا، یاده مرسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر  (UNOCHA)  او د افغان سرې میاشتې ټولنې ته سپارل شوې ده.

د سرپرست حکومت ویاند او د اطلاعاتو و فرهنګ مرستیال ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر لیکلي چې له زلزله ځپلو سره د مرستو په لړ کې نن سهار د عربي متحده اماراتو په خوراکي توکو بار یوه او د ایران هېواد درېيمه الوتکه هم د خوست هوایي ډګر ته راورسېدې.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.