ګردېز (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۱): د پکتیا چارواکي وايي، په دغه ولایت کې ۴ کسان د حکومت وسله والو مخالفینو ته د تبلیغاتو او دوه نور د یوه صراف د تښتولو په تور نیول شوي دي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس خالقیار احمدزي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د پکتیا په څمکنیو ولسوالي کې څلور کسان له مقاومت جبهې سره د اړیکو په تور نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه: «تېره ورځ د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالي کې هغه څلور تنه چې غوښتل یې داسې جعلی ويډیويي صحنې ثبت کړي څو په سیمه کې د بغاوت جبهې موجودیت وښيي، د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا له ګڼ شمېر وسایلو سره ونیول شول.»
هغه زیاته کړه، له نیول شوو کسانو پوښتنې ګروېږنې پيل شوې دي.
مقاومت جبهې تر اوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دغه راز د پکتیا امنیه قومانداني وايي، په یاده ولسوالي کې یې ۲ تنه د یوه صراف د تښتولو په تور هم نیولي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد البدري پژواک اژانس ته وویل، په څمکنیو ولسوالۍ کې دوو کسانو غوښتل د زهري توکو په وسیله یو صراف مسموم کړي او وتښتوي.
دی زیاتوي، یاد کسان مخکې له دې چې خپل دا پلان عملي کړي، د امنیتي کسانو له خوا نیول شوي او پلټنې ورڅخه پیل شوې دي.
د یادولو ده، په پکتیا کې دا لومړی ځل دی چې څلور کسان له مقاومت جبهې سره د اړیکو په تور نیول کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP