Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د زلزله‌ځپلو لپاره څه باندې ۹ میلیون افغانۍ ټولې شوې دي

[restrict paid="true"]

کندهار (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۱): په کندهار کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د پکتیکا او خوست زلزله‌ځپلو لپاره د مرستې ټولولو کمپاین پیل شوی او تر دې مهاله څه باندې ۹ میلیون افغانۍ راټولې شوې دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا پژواک خبري اژانس ته وویل، تر اوسه صرافانو او سوداګرو ۸،۵ میلیونه افغانۍ راټولې کړې او دا لړۍ لا هم جریان لري.

هغه زیاته کړه: «تر اوسه له تاجرانو ۸،۵ میلیون افغانۍ د مرستې لپاره راټولې شوې دي خو دا لړۍ روانه ده، وروسته به ټولې شوې پیسې تر زلزله ځپلو ورسول شي.»

د کندهار د صرافانو اتحادیې مشر حاجي قندي اغا هم پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت له صرافانو یې هم د پکتیکا او خوست له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱،۵ میلیونه افغانۍ ټولې کړې او سوداګرۍ خونې ته یې سپارلې دي.

بلخوا په دغه ولایت کې د ځینو خیریه بنسټونو او کندهاري فعالانو له خوا له زلزله ځپلو سره د مرستې راټولولو لپاره خېمې هم درول شوې دي.

په دې لړ کې باور خیریه بنسټ له تېرې ورځې راهیسې څه باندې ۱۷ زره افغانۍ، ۳۰۰ ډالر او څه باندې ۱۱۴ زره کلدارې راټولې کړې دي.

د دغه بنسټ غړی فضل حق هادي وايي، دا پيسې به په پوره امانتدارۍ تر زلزله ځپلو کورنیو ورسوي.

دغه راز د عرفان بنسټ استازي هم وایي چې نن یې د کندهار په شهیدانو څلورلاره او کابل دوه لاره کې خېمې درولې او خلک په ډېر اخلاص د زلزله ځپلو لپاره مرستې ورکوي.

د دغه بنسټ مطبوعاتي مسوول شمس عمري وایي، له دې مخکې د عرفان بنسټ له خوا زلزله ځپلو ته ۵۰۰ زره افغانۍ مرسته ور رسول شوې او نورې چې څومره ټولې شي، دا به هم ور ورسوي.

د پکتیکا او خوست له زلزله‌ځپلو سره د سپين‌بولدک او د ډيورنډ فرضي کرښې د هغې غاړې اوسېدونکو هم مرستې راټولې کړي چې تر دې دمه یې اندازه معلومه نه ده.

دغه راز په لوګر کې هم د پکتیکا او خوست ولایتونو له زلزله‌ځپلو کورنیو سره د مرستې راټولولو کمپاین پيل شوی دی.

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیع الله صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست، ژورناليستانو، محصلانو او د بېلابېلو ولسوالیو د اوسېدونکو په هڅو د پکتیکا او خوست ولایتونو له زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې راټولولو په موخه کمپاین پیل کړی دی.

 

هغه زیاته کړه، تر اوسه شاوخوا ۵۵۰ زره افغانۍ راټولې شوې او د دغه ولایت ګڼو اوسېدونکو ژمنه کړې چې په پیل شوي کمپاین کې به د پکتیکا او خوست ولایتونو له زلزله ځپلو کورنیو سره تر خپل وس مرسته کوي.

د دې ترڅنګ د لوګر د عامې روغتیا او سرې میاشتې ریاستونو روغتیايي ټیمونه هم پکتیکا او خوست ته له زلزله ځپلو کورنیو سره د بېړنۍ مرستې په موخه استول شوي دي.

بلخوا د میدان وردګو ولایت د افغاني سرې میاشتې ریاست هم نن د پکتیکا او خوست له زلزله ځپلو سره د ۱۵۰ خېمو مرسته وکړه.

د دغه ولایت د سرې میاشتې رییس مولوي عبدالقدوس عمر پژواک خبري اژانس ته وویل، سمدستي یې له زلزله ځپلو سره د ۱۵۰ خېمو مرسته کړې او پلان لري چې زیانمنو شوو کورنیو ته خوراکي توکي هم و ورسوي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا هم د پکتیکا او خوست د زلزله ځپلو لپاره د مرستو راټولولو لپاره صندوقونه اېښودل شوي دي.

د یاد ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض پژواک اژانس ته وویل، د مرستې راټولولو صندوقونه په مرکز لښکرګاه او ولسوالیو کې د پنځو ورځو لپاره اېښودل شوي چې وروسته به راټولې شوې پیسې تر زیانمنو کورنیو ور ورسول شي.

د کونړ خلکو هم په مرکز اسعداباد ښار کې د «مرسته وکړئ او ژوند وژغورئ» تر شعار لاندې د زلزلې  قربانیانو ته د مرستې راټولولو لپاره خېمه درولې ده.

د دغه ولایت ځوانان وايي، د مرستو راټولولو لړۍ به څو ورځې دوام ولري او وروسته به راټولې شوې پیسې په بشپړې روڼتیا تر قربانیانو ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه له زلزله ځپلو سره د افغان سوداګرو او نورو خلکو ترڅنګ ایران، پاکستان، هندوستان، متحده عربي اماراتو او ګڼو نورو بهرنیو بنسټونو او هېوادونو هم د مرستې بهیر پیل کړی دی.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.