[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۱): په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د چین د مرستو کچه ۵۱ میلیون چینایي ین او څلور سوه زره امریکايي ډالرو ته ورسېده.
د تېرې اونۍ د چهارشنې په شپه د ریختر په کچه ۶،۱ درجې زلزلې د افغانستان ځیني ولایتونه ولړزول، خو په پکتیکا او خوست کې یې له امله شاوخوا زرو کسانو ژوند له لاسه ورکړ، ۱۵۰۰ کسان ټپیان شول او شاوخوا ۳۰۰۰ کورونه ونړېدل.
په چین کې د افغانستان سفارت په ټويټرپاڼه نن لیکلي چې د دغه سفارت سرپرست سید محیالدین سادات د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانګې له مرستیال چین سونګ سره لیدلي دي.
سرچینې د چین سونګ له قوله لیکلي چې چین په دغه سخت وخت کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او ډېر ژر به یې د بشري مرستو لومړۍ جوپه افغانستان ته ورسېږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، چینسونګ ویلي چې د چین د شینجیانګ ایالت ولایتي حکومت د افغانستان له زلزلهځپلو سره یو میلیون چینايي ین مرسته کوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ۵۰ میلیونه چینايي ین، د چین سور صلیب ۲۰۰ زره امریکايي ډالر، په افغانستان کې د مس عینک پروژې قراردادي چینايي شرکت ۲۰۰ زره امریکايي ډالر له زلزله ځپلو سره مرسته کوي.
د سرچینې په وینا، د افغانستان حکومت چینايي لوري ته ډاډ ورکړ چې یادې مرستې به په رڼه ډول زیانمنو خلکو ته ورسېږي.
تر اوسه ملګرو ملتونو لس میلیون ډالر، ټایوان یو میلیون یورو، اروپایي ټولنې یو میلیون یورو، بریتانیا درې میلیون ډالر مرسته کړه ده. ایران، پاکستان، هند، ازبکستان، سعودي، قطر، ترکیې او ځینې نورو هېوادونو او موسسو هم له زلزله ځپلو سره مرستې اعلان کړي دي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وتلي لوبغاړي راشدخان هم له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره تر اوسه سل زره پونډه راټول کړي او په کور دننه هم مرستندویو موسسو او عامو خلکو مرستې راټولې کړې دي.
[/restrict]
Views: 94
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن