اتلانتا (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۱): د امریکا په ټکزاس ایالت کې له یوه ټېلر موټره د ۴۶ کسانو مړي موندل شوي چې ویل کېږي د ناقانونه کډوالو دي.
امریکایي رسنیو د چنګاښ په ۲۷مه، خبر ورکړی چې دا پېښه نن د ټکزاس ایالت په انتونیو ښار کې رامنځته شوې ده.
ځایي پولیسو ویلي چې دغه مړي د ټېلر پر شا بار له یوه لوی کانټینره موندل شوي او ۱۰ نور کسان چې روغتیایي حالت یې ډېر خراب و، روغتون ته لېږدول شوي دي.
سرچینو ویلي چې دا ټېلر د انتونیو ښار په سوېل لویدیځ کې د اورګاډي پټلۍ ته څېرمه په یوه سیمه کې درول شوی و.
د راپورونو له مخې، د ټېلر چلوونکی له سیمې څخه تښتېدلی او پولیس یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
د یادونې ده، د امریکا ټکزاس ایالت له مکسیکو هېواد سره ګډه پوله لري او له دغه هېواده هره ورځ سلګونه کډوال ټکساس ته داخلېږي.
د مکسیکو د بهرنیو چارو وزیر مارسېلو اېبرارډ ویلي، د دوی قونسلر سیمې ته پر لاره دی، خو زیاته کړې یې ده چې تر اوسه د پېښې د قربانیانو هویت او اصلي هېواد نه دی معلوم شوی.
دا لا روښانه نه ده چې دغه کسان څه ډول مړه شوي دي. ځايي پولیسو هم تر اوسه د دې پېښې جزیات نه دي ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP