Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اوچا زلزله‌ځپلو ته ۱۱۰ ميليون ډالر بېړنۍ مرسته وغوښتنه

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) په افغانستان کې له ۳۶۲زره زلزله‌ځپلو سره د مرستو لپاره، د ۱۱۰ میلیون ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.

د روانې چنګاښ میاشتې په لومړې شپه زلزلې د هېواد ځیني ولایتونه ولړزول؛ خو ډېر زیانونه یې په پکتیکا او خوست کې واړول. د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، د دغې زلزلې له امله تر ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي او تر ۳۵۰۰ نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې په دې زلزله کې ۴۵۰۰ کورونه په بشپړ ډول نړېدلي او یا زیانمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږې کوونکې اداره وايي، په دې زلزله کې د مرګ‌ژوبلې او کورونو د ورانېدو ترڅنګ روغتيايي مرکزونه، ښوونځي، د اوبو شبکې او ځینې نورې زيربناوې ويجاړې شوې دي.

سرچينه له زلزله‌ځپلو ۳۶۲زره کسانو سره د مرستو لپاره د ۱۱۰ اعشاریه درې میلیون ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه کوي او وایي چې دغه پیسې به د درېيو مياشتو په اوږدو کې له یادو ډېرو زیانمنو ۳۶۲زره کسانو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته وشي.

د راپورونو له مخې، تر اوسه ملګرو ملتونو ۱۰ میلیون ډالر، چین او د دغه هېواد اړوند یوه شرکت په ټوله کې څه باندې ۸ میلیون امریکایي ډالر، استرالیا یو میلیون ډالر، تایوان یو میلیون یورو، اروپایي ټولنې یو میلیون یورو او بریتانیا ۳ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې ده.  ایران، پاکستان، هند، ازبکستان، سعودي، قطر، ترکیې او ځینو نورو هېوادونو او موسسو هم له زلزله‌ځپلو سره مرستې اعلان کړې دي.  د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وتلي لوبغاړي راشدخان هم له زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره تر اوسه ۱۰۰ زره پونډه راټول کړي او په کور دننه هم مرستندویو موسسو او عامو خلکو مرستې راټولې کړې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.