Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بادغیس کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

قلعه‌نو (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۱): په بادغیس ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او ۱۲ نور ژوبل شوي دي.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه تېره شپه د بالامرغاب ولسوالۍ د منګان بند په سیمه کې شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې په یاده سیمه کې د سپرلیو یوه موټر چبه کېدو له امله څلور کسان مړه او اته نور ژوبل شوي دي.

امنیه قومانداني وایي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي خو د روغتیایي حالت په اړه یې څه نه دي ویلي.

د یوه بل خبر له مخې، امنیه قومانداني وایي چې د قلعه‌نو ښار په څلورمه حوزه کې تېره شپه یوه ښځه د نامعلومو وسله والو له خوا په مرموز ډول وژل شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې له دې پېښې سره په تړاو یو کس نیول شوی او پلټنې ترې روانې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.