قلعهنو (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۱): په بادغیس ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او ۱۲ نور ژوبل شوي دي.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه تېره شپه د بالامرغاب ولسوالۍ د منګان بند په سیمه کې شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې په یاده سیمه کې د سپرلیو یوه موټر چبه کېدو له امله څلور کسان مړه او اته نور ژوبل شوي دي.
امنیه قومانداني وایي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي خو د روغتیایي حالت په اړه یې څه نه دي ویلي.
د یوه بل خبر له مخې، امنیه قومانداني وایي چې د قلعهنو ښار په څلورمه حوزه کې تېره شپه یوه ښځه د نامعلومو وسله والو له خوا په مرموز ډول وژل شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې له دې پېښې سره په تړاو یو کس نیول شوی او پلټنې ترې روانې دي.