Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کورنیو چارو وزارت: په سوداګریزو معاملاتو کې د بهرنیو اسعارو کارول منع دي

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۱): د کورنیو چارو وزارت په سوداګریزو معاملاتو کې د بهرنیو اسعارو کارول منع کړي او زیاته کړې یې ده چې دغه وزارت د کابینې د پرېکړې له مخې، د داسې پېښو مخه نیسي.

کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې د پرېکړې پربنسټ، د ځمکې، کور، هټۍ، مارکېټ، سرای، اپارتمان، وسایلو او وسایطو پېر او پلور او د هغو کرایه او ګروي ورکول پر بهرنیو اسعارو قطعاً منع دي.»

وزارت زیاته کړې، د کابینې د پرېکړې د پلې کېدو په موخه، د ولایتونو ټولو امنیه قوماندانیو او کشفي بنسټونو ته سپارښتنه کوي څو له دغو مواردو په دوامداره توګه څارنه او مخنیوی یې وکړي.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، د سرغړونې پر مهال به له سرغړوونکو سره د شریعت او قانون له مخې جدي چلند وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د پژواک د راپور له مخې، له دې مخکې هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خلکو غوښتي و چې له دې وروسته هر ډول راکړه ورکړه پر افغانیو ترسره کړي او د بهرنیو اسعارو له کارولو دې ډډه وکړي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.