کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۱): د روسيې ولسمشر تېره ورځ ناوخته دوشنبې ښار ته ولاړ او هلته یې له خپل تاجکستاني سیال سره په لیدنه کې ویلي، روسیه هڅه کوي چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره اړیکې لا ټينګې کړي.
د تاجکستان د رسنیو د راپور له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره ورځ (سه شنبه) د تاجکستان پلازمینې دوشنبې ښار ته ولاړ او د دغه هېواد د ولسمشر امامعلي رحمان له خوا یې هرکلی وشو.
په دغه لیدنه کې ولادیمیر پوتین ویلي، هېواد یې غواړي چې په افغانستان کې ټولې قومي ډلې د خپل هېواد په اداره کې ګډون ولري.
هغه زیاته کړې، روسیه هڅه کوي څو د افغانستان له سرپرست حکومت سره اړیکې لا ټینګې کړي.
پوتین ټینګار کړی: «موږ هر کار ترسره کوو څو په هغه هېواد کې وضعیت عادي شي.»
نوموړي څرګنده کړې: «موږ هڅه کوو له سیاسي ځواک سره چې وضعیت کنټرولوي، اړیکې جوړې کړو.»
له دې سره سم امامعلي رحمان هم ویلي، روسیه د تاجکستان ستراتژیکه شریکه او مهم متحد هېواد دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې، د پراختیا له لوړ ځواکه برخمنې دي.
په ورته وخت کې، د تاجکستان د ولسمشر ویاند عبدالفتاح شریفزاده د دې په څرګندولو سره چې د دغه سفر په اډانه کې به هېڅ کوم سند لاسلیک نه شي، زیاته کړه: «یاد سفر کاری ماهیت درلود او د دوو هېوادونو د مشرانو مذاکرات یوازې په خصوصي توګه ترسره شول.»
د هغه د څرګندونو له مخې، د دواړو هېوادونو ولسمشرانو پر دوه اړخیزو همکاریو، د اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر پراختیا، د سیمې او نړۍ په ځانګړې توګه د افغانستان د وضعیت اړوند مسایلو باندې خبرې کړې دي.
د یادونې ده، د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې له پیلېدو وروسته، دا د پوتین لومړنی بهرنی سفر دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP