ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرحدي کمیسیون ناسته کې د ګډون لپاره د افغانستان پلاوی ایران ته تللی

د سرحدي کمیسیون ناسته کې د ګډون لپاره د افغانستان پلاوی ایران ته تللی

author avatar
30 Jun 2022 - 00:59
د سرحدي کمیسیون ناسته کې د ګډون لپاره د افغانستان پلاوی ایران ته تللی
author avatar
30 Jun 2022 - 00:59

کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۱) : پر سرحدي موضوعاتو د خبرو اترو لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی د ایران پلازمینې تهران ته رسیدلی دی.

ایراني رسنۍ (مهر) د چنګاښ په ۸مه، خبر ورکړی چې د افغان پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د امنیت او سرحدي چارو د څانګې مشر مولوی سعدالله بلوچ کوي او په پلاوي کې دافغانستان د بیلا بیلو نورو ارګانونو ۱۴ غړي هم شتون لري.

سرچینې زیاته کړې چې دوی به له ایران سره د سرحدي کمیسیون په اوومه ناسته کې ګډون کوي.

یادې رسنۍ د ایراني چارواکو په حواله خبر ورکړی چې تر دې مخکې د ایران په سرحدي ښار تایباد کې هم له افغان سرحدي مسوولینو سره ناسته کړې وه.

سرچینې زیاته کړې چې د سرحدي کمیسیون په دې ناسته کې به پر یو شمیر سرحدي موضوعاتو، د نشه یي توکو قاچاق او د غیر قانوني ډلو د کړنو په اړه خبرې کیږي.

دا ناسته په داسې حال کې کیږي چې تازه نیمروز سره پولې ته نږدې په یوه نښته کې یو ایرانی سرتیری وژل شوی او دافغانستان لوري څخه یو ماشوم ټپي شوی دی.

Views: 65

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.