کلات (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۱): د زابل په ښار صفا ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه شوې چې په پایله کې یې ۲ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.
پېښه نن سهار د دغې ولسوالۍ په ګیدړګي کلي کې شوې ده.
د زابل د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیحالله جوهر پژواک خبري اژانس ته وویل، د ښار صفا ولسوالۍ په ګیدړګي سیمه کې د دوو کورنیو غړو د ځمکې پر سړ شخړه کړې او پر یو او بل یې د چړو ګوزارونه کړي دي.
هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې ۲ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.
دی وايي، له پېښې وروسته امنیتي کسان سیمې ته رسېدلي او په دې تړاو یې درې کسان نیولي دي.
د نوموړي په خبره، له نیول شوو کسانو څېړنې پيل شوې چې وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
په زابل ولایت کې وخت په وخت د ځمکو پر سر ورته شخړې کېږي چې ډېر مهال پکې خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP