ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې د ځمکې پر سر شخړه کې ۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

زابل کې د ځمکې پر سر شخړه کې ۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
30 Jun 2022 - 18:09
زابل کې د ځمکې پر سر شخړه کې ۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
30 Jun 2022 - 18:09

کلات (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۱): د زابل په ښار صفا ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه شوې چې په پایله کې یې ۲ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

پېښه نن سهار د دغې ولسوالۍ په ګیدړګي کلي کې شوې ده.

د زابل د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح‌الله جوهر پژواک خبري اژانس ته وویل، د ښار صفا ولسوالۍ په ګیدړګي سیمه کې د دوو کورنیو غړو د ځمکې پر سړ شخړه کړې او پر یو او بل یې د چړو ګوزارونه کړي دي.

هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې ۲ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.

دی وايي، له پېښې وروسته امنیتي کسان سیمې ته رسېدلي او په دې تړاو یې درې کسان نیولي دي.

د نوموړي په خبره، له نیول شوو کسانو څېړنې پيل شوې چې وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

په زابل ولایت کې وخت په وخت د ځمکو پر سر ورته شخړې کېږي چې ډېر مهال پکې خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.

Visits: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.