Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ځينې سرچينې د کابل په نننۍ پېښه کې د مرګ‌ژوبلې ادعا کوي، خو حکومت يې نه تاييدوي

ځينې سرچينې د کابل په نننۍ پېښه کې د مرګ‌ژوبلې ادعا کوي، خو حکومت يې نه تاييدوي

author avatar
30 Jun 2022 - 14:14
ځينې سرچينې د کابل په نننۍ پېښه کې د مرګ‌ژوبلې ادعا کوي، خو حکومت يې نه تاييدوي
author avatar
30 Jun 2022 - 14:14

[restrict paid="true"]

دویم تعقیب- کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۱): د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د کابل ښار په خوشحال خان مېنه کې پر يوه مشکوک ځای نن امنيتي ځواکونو ډزې کړې دي او ځينې سرچينې بیا ادعا کوي چې په دې پېښه کې مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نن (پنجشنبه) پولي‌تخنیک ته څېرمه د لویې جرګې په خېمه کې د افغانستان د علماوو غونډه روانه وه.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن په خبري ناسته کې د دې پېښې په تړاو وویل: «خوشحال خان مېنه کې يو مشکوک ځای و، زمونږ ځواکونه ورغلل چې په دې وخت کې له کوره يو لاسي بم را وغورځول شو، تر دې وروسته پېښه کنټرول شوه.»

د غونډې يوه برخه‌وال له ملي تلويزيون سره په مرکه کې د يادې پېښې په اړه وویل، کله چې غونډه خلاصه شوه او دوی له تالار څخه راووتل، د ډزو څو غږونه يې واورېدل.

ده زياته کړه، دوی چې معلومات ترلاسه کړل، دوو کسانو هوايي ډزې کړې وې، چې وروسته امنيتي ځواکونو پرې برید کړی او په کم وخت کې يې دواړه له منځه وړي دي.

خو هغه وايي، د دې پېښې له امله د غونډې په جریان کې هيڅ ډول ستونزه پېښه نه شوه.

شمشادنيوز هم پر خپلې ټويټرپاڼې د امنيتي مسوولینو په حواله لیکلي، په دې پېښه کې دوه بریدکوونکي چې په يوې ودانۍ کې ځای په ځای شوي وو، له منځه وړل شوي دي.

خو يوې سرچينې پژواک ته وویل چې لويې جرګې ته مخامخ چې د ښارجوړولو وزارت کوم بلاکونه دي، هلته د یوه بلاک په څلورم پوړ کې پنځه داعشيان ځای په ځای شوي وو او له هغه ځايه يې ډزې پيل کړې، خو د استخباراتو له خوا له منځه يوړل شول او يو يې لا ورک دی.

دی زياتوي: «په دې پېښه کې پنځه کسان طالبان شهيدان شول او څلور د دوی [داعشیانو] دا مړه شول، د هغه شهرک برقي هم، چې هغه بیچاره هم په کې شهيد شو.»

خو حکومتي مسوولين دا تلفات ردوي.

د ملي ازاده‌ګانو جبهې په نوم فيسبوکپاڼه کې ادعا شوې چې په سیمه کې دوی برید کړی دی.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.